د طالبانو ویاند وایي، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې د دوی د حکومت او نړیوالو اړیکي پراخ شوي دي.
ذبیح الله مجاهد نن د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستۍ ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د دې کال په ترڅ کې روسیې د دوی حکومت په رسمیت وپیژانده او د دوی د کابینې غړیو د ریاست الوزرا د مرستیالانو په شمول نهه نوي بهرني سفرونه کړې دي چې د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا سبب شوې دي.
د طالبانو حکومت په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې کابل یې نیولی دی، له بهرنیو هیوادونو سره د اړیکو د ټینګیدو هڅې کړې دي، خو نړیوالو د دوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی او پر دوی انتقاد کوي چې بشري حقونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقوق یې نه دې ورکړي. طالبان بیا دا خبره ردوي او ټینګار کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې دا حقوق رعایت کړې دي.