تهران کې اعتراضي لاریونونه دایران نورو ښارونو ته هم غځیدلي

تهران کې د دوشنبې ورځې د لاریونونو تصویرونه

د بیو په لوړوالي باندې تهران کې اعتراضي لاریونونه دایران نورو ښارونو ته هم غځیدلي. د حکومت خلاف شعارونه ورکړل شوي. حکومت دمرکزې بانک د رئیس د بدلون اعلان وکړ.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې اعتراضي لاریونونه د تهران په بازار او د پلازمینې په مختلفو سیمو کې ددوشنبې په ورځ ددوهمې پرله پسې ورځې لپاره ترسره شول او د اقتصادي وضعیت او حکومت خلاف شعارونه په کې واوریدل شول.

دغه راز خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دغه ډول لاریونونه دایران نورو سیمو لکه ملارد ، قشم جزیرې او همدان ته هم غځیدلي دي.

په ملارد کې شپنیو لاریونو کې لاریون کوونکو دا شعار چې «رضاه شاه روح دې ښاده وي» تکرار کړ.

دغه لاریونونه د بهرنیو اسعارو او سرو زرو په بیه کې له اوچت زیاتوالی وروسته د تهران له بازاره پیل شول.

مهدي طباطبايي د جمهوري ریاست د ارتباطاتو او خبر رسولو ددفتر رئیس دغو تحولاتو ته په غبرګون کې اعلان وکړ چې محمد رضا فرزین د مرکزي بانک له ریاسته ګوښه شو او عبدالناصر همتي به یې په ځای وګمارل شي.

په ایران کې د مرکزي بانک رئیس ، د نظام دمصلحت دمجمع د ۱۳۹۳ کال پریکړې سره سم، د اقتصاد د وزیرپه وړاندیز او د دولت د هیئت له تصویب وروسته د جمهور رئیس په حکم ټاکل کیږي.

د فارس د خبري اژانس درپوټ په اساس کیدای شي دغه پروسه د چهارشنبې په ورځ د دولت دهیئت په غونډه کې نهايي شي.

دمرکزي بانک عمومي رئیس د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي خو نوی جمهور رئیس د خپل کار له پیل سره که چیرې د بانک د رئیس د دورې یو کال هم پاته وي کولی هغه تبدیل کړي.

تهران کې د دوشنبې ورځې داعتراضي لاریونو په مهال د بین الحرمین بازار وتړل شو. رپوټونه وايي چې د صرافانو او آهنګرانو بازارونه هم وتړل شول.

د ناصر خسرو ، سعدي جنوبي ، لاله زار او استانبول په څلور لارې کې او دغه راز د چهارسوق بازار یوه برخه کې دوکانونه وتړل شول او دوکاندارانو غونډې وکړې.

په اعتراضي لاریونو کې داسې شعارونه لکه «مرگ بر دیکتاتور» او «توپ تانک فشفشه ، آخوند باید گم بشه» واوریدل شول.

لاریونکوونکو د هغو دولتي ځواکونو په وړاندې چې د مظاهرو د مهارکولو لپاره ګمارل شوي وو د «بی شرف بی شرف» شعار ورکړ.

ځینو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې حکومتي ځواکونه د لاریون کوونکو لور ته اوښکې بهوونکی ګاز فیر کوي.

د دولتي تلویزیون په شمول حکومتي رسنیو هم په کم سابقه ډول د دوشبنې په ورځ ددغو لاریونونو خبرونه خپاره کړل.

د سرو زرو او خارجی اسعارو د بیو د اعلان د سایټونو رپوټونه ښیي چې د دوشنبې په ورځ د سرو زرو او بهرنیو اسعارو بیې یوڅه راټیټې شوې . یو ډالر چې د یکشنبې په ورځ ۱۴۴ زرو تومان ته ختلی وو ددوشنبې په ورځ ۱۳۷ زره تومانو ته راکوز شو.

دغه راز د سرو زرو امامي سکه چې دیکشنبه په ورځ ۱۶۷ ملیون تومانو ته اوچته شوې وه د دوشنبې په ورځ ۱۵۰ ملیونو ته را کوزه شوه.

دولتي رسنۍ په اقتصادی وضعیت اعتراض لپاره د هیوادوالو سوله ایز لاریونونه «اغتشاشات» بولي.