د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی

Your browser doesn’t support HTML5

عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله. د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول. کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله. لامین یامال درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.