د خبریالانو د مرکز کلنی راپور: د رسنیو فضا کنټرول او ځپل شوې

افغان رسنۍ ، ارشیف

د افغانستان خبریالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۵ کال کې یې د تاوتریخوالي او د رسنیو د ازادي د سرغړونو ۲۰۵ پیښې ثبت کړي چې دا شمېره د تیر کال په پرتله زیاتوالی ښیي. د دې بنسټ په خبره، روان کال په دې هیواد کې د رسنیو د ازادۍ او خبریالانو وضعیت خورا ترینګلی او محدود وو.

په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال پای ته یوازې درې ورځې پاتې دي، د افغانستان د خبریالانو مرکز دا کال په هیواد کې د خبریالانو لپاره تیاره او محدودونکی کال ارزوي.

دې مرکز «په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت» په عنوان راپور کې چې د شنبې په ورځ «د دسمبر په ۲۷مه خپور شو» زیاته کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او د رسنیو له ازادۍ د سرغړونو لږترلږه ۲۰۵ پیښې ثبت شوې دي.

دې راپور کې راغلي چې دا شمیره د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیې، چې ۱۸۱ قضیې پکې شاملې دي.

راپور کې وړاندې ویل شوي چې ثبت شویو پیښو کې دوه د مړینې او درې ټپیان، او ۱۶۶ ګواښونه دي، چې له دې ډلې ۳۴ یې د خبریالانو نیول دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر افغان خبریالان چې د طالبانو د زندانونو تجربې لري وايي چې له خوشې کیدو وروسته له جدي رواني او روحي ستونزو سره مخ شوي او نه شي کولای خپل ژورنالیستیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د دې خبریالانو ل ډلې یو خبریال چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله په راپور کې نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:


خبریالان له خطر او نیولو سره مخ دي، له بده مرغه زه هم د نیولو ترخه تجربه لرم او له همدې امله روحي او رواني ستونزو سره مخ شوی یم او روغتیایي ستونزې هم راته پیدا شوې دي.


یو بل افغان خبریال چې دی هم ورته تجربه لري، د نوم نه خپرولو او غږ بدلولو په شرط یې وویل:

“کله چې یې موږ ونیولو، داسې چلند یې کاوه چې ګواکې یو خطرناکه جنایت کار یې نیولی دی،تورې کڅوړې یې زموږ پر سر کښلې،لاسونه یې ولچک او زولنه کول او څو کسانو موږ یې ډېر په ناسم وضعیت زندان ته انتقالولو.”

کله چې یې موږ ونیولو، داسې چلند یې کاوه چې ګواکې یو خطرناکه جنایت کار یې نیولی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې اوس شاوخوا پنځه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په مکرر ډول ادعا کړې چې دوی هیڅ خبریال د خپلو رسنیز کار او فعالیتونو لپاره نه دی نیولی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز راپور دا هم زیاتوي چې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو بندیز سږکال ۱۷ نورو پېښو ته غځول شوی، او د ۲۰۲۴ کال په اګست کې امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون له پلي کیدو راهیسې، دا بندیز د هیواد ۲۳ ولایتونو ته رسیدلی دی.

د دې مرکز په ټکو، سږکال د دې محدودیتونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۰ ټلویزیوني شبکې تړل شوي، او دوه نورو ټلویزیوني شبکو او دوو راډیو ګانو هم د سیاسي یا امنیتي دلایلو له امله خپل فعالیتونه بند کړي دي.

په راپور کې راغلي چې هغه څو پاتې رسنۍ چې یوازې د ښځینه وو اړوند دي هم د جنسیتي تبعیض له امله د تړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د راپور یوه بله برخه کې ټینګار شوی چې په ۲۰۲۵ کال کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه او د هغوی پر وړاندې تبعیضي چلند زیات شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو د مطبوعاتي کنفرانسونو کې له ګډونه د ښځینه خبریالانو مخنیوی یا په ژوندیو خبري کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو غږونو سانسورول د ویرې، فشار او سخت جنسیتي تبعیض د پالیسۍ د ترویج بېلګې دي؛ داسې وضعیت دی چې د دې مرکز په ټکو، د هیواد د رسنیو په تاریخ کې بې ساری.

یوې ښځینه خبریالې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته د هغو محدودیتونو په اړه وویل چې دوی ورسره مخ دي:

ښځینه خبریالانې د ټولنیزو فشارونو تر څنګ له بېلابېلو جدي ستونزو سره مخ دي، دوی په کاري چاپېریال کې له تبعیض سره مخ دي


“ښځینه خبریالانې د ټولنیزو فشارونو تر څنګ له بېلابېلو جدي ستونزو سره مخ دي، دوی په کاري چاپېریال کې له تبعیض سره مخ دي او ان د کورنۍ، ټولنې او مسلکي بنسټونو لخوا له محدودیتونو سره مخ کېږي، سربېره پر دې، نا امنۍ او کله کله فزیکي او رواني تاوتریخوالی هم د دوی د کاري تجربو یوه برخه ده.”

په راپور کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د رسنیو سیاستونه او حقونه، په افغانستان کې د بیان د ازادي او د رسنیو د ازادۍ قانوني چوکاټ، د رسنیو د شکایتونو او سرغړونو د حل لپاره قانوني میکانیزمونه، معلوماتو ته لاسرسی، د رسنیو اقتصادي وضعیت، په رسنیو کې د ښځینه کار کوونکو وضعیت او نورو مسلو په اړه هم په تفصیل یادونه شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې د دې وضعیت دوام د خبریالانو او رسنیو د اساسي حقونو د سرغړونې او په هیواد کې د بنسټیزو آزادیو د محدودیت په اړه ژورې اندیښنې راپورته کړي دي، او په افغانستان کې د رسنیو د پراختیا او د بیان د ازادۍ راتلونکي ته یې جدي ګواښونه متوجه کړي دي.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د خبریالانو حقونو ته ژمن دي.

خو د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او د خبریالانو ملاتړو سازمانونو په وار وار په افغانستان کې د بیان ازادۍ د وضعیت او د خبریالانو د حقونو د سرغړونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.