د يونان پولیس : لسګونه کډوال ژغورل شوي

کریت ټاپو ته نږدې یوې باروړونکې بیړۍ کې د کډوالو د ژغورنې عملیات ، ارشیف

د یونان ساحلي ګارد نن ۱۳۱ کډوال د کریت ټاپو ته نږدې وژغورل.

پولیسو وویل چې په دغو عملیاتو سره د هغو افرادو شمیر چې په تیرو ۵ ورځو کې د مدیترانې سمندر په دې سیمه کې ژغورل شوي ۸۴۰ تنو ته ورسید.

دغه کډوال چې د شنبې په سهار وژغورل شول د کب نیوونکو په یوې بیړۍ کې د کریت جنوب ته رسیدلې وو.

تراوسه څرګنده نه ده چې دغه کسان د کومو هیوادونو دي.

په وروستیو کې ګڼ هغه کسان چې هڅه کوي په دې خطرناکې لارې له لیبیا څخه ځانونه کریت ټاپو ته ورسوي غرق شوي دي.

د روانې دیسمبر میاشتې پیل کې د کریت سواحلو ته نږدې یوه بیړۍ ډوب شوه چې وروسته د اولسو کسانو چې اکثر مصریان او سودانیان وو مړي وموندل شول. ۱۵ کسه نور په دې پیښه کې ورک او یواځې دوه کسه ژوندي وژغورل شول.