زیلنسکي دسولې د وړانديز په هکله ټرمپ سره ګوري

سپینه ماڼۍ کې دټرمپ او زیلنسکي دیوې پخوانۍ غونډې تصویر ، ارشیف

د اوکراین ولسمشر، په داسې حال کې چې واشنګتن په دغه هیواد کې د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته زور ورکړی، وايي د یکشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ سره ګوري.

ولودیمیر زیلسنکي د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې دخپل دغه سفر اعلان وکړ او وویل چې د ملي امنیت او د دفاع د شورا له منشي رستم عمروف څخه یې له امریکايي چارواکو سره دنویو تماسمونو په هکله راپور ترلاسه کړی دی.

زیلنسکي وویل: " مونږ یوه ورځ هم نه ضایع کوو، مونږ ولسمشر ټرمپ سره په نږدې راتلونکې کې د لوړې کچې په یوې غونډې موافقه کړې. "

زیلنسکې زیاته کړه چې له نوي کال مخکې ډیرتصامیم کیدای سي ونیول سي.

ددغې غونډې خبر تراوسه د ولسمشرټرمپ لخوا نه دی تایید شوی .

زیلنسکي په خپلو وروستنیو څرګندونو کې ویلي وو چې تمه لري دغه غونډه به د دیسمبر په ۲۸ مه په فلوریدا کې وشي او په هغې کې به دمهمو اسنادو د نهايي کولو په اړه ولسمشر ټرمپ سره خبرې وکړي.

زیلنسکی اکسیسوس رسنۍ ته وویل که چیرې روسیه لږترلږه ۶۰ ورځې اوربند ومني نو کیف به هغه پلان چې احتمالا ټرمپ سره دیکشنبې د ورځې په غونډه کې به ورباندې موافقه وشي ملي ریفرانډم ته وړاندې کړي.

په عین حال کې، امریکایي ، اوکرایني او اروپايي مرکچیان اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د ۲۰ مادو په یو پلان کار کوي.

زیلنسکي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ددغه پلان ۹۰ سلنه برخه اوس اماده ده او په پاته جزییاتو یې هم کار روان دی.

زیلنسکې زیاته کړه چې امریکايي اړخ له خپلې خوا روسانو سره تماسونه لري او په راتلونکو ورځو کې به د روسانو رسمي غبرګون هم روښانه شي.