افغانستان ته بېرته ستانه شوي کډوال وايي، تر ټولو لویه ستونزه یې د سرپناه نشتوالی دی

افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه تازه ستانه شوي کډوال وایي، د سرپناه نشتوالی یې ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د ژمي د موسم له پیل او د هوا له سړېدو سره سم، افغانستان ته یو شمېر تازه ستانه شوي کډوال وایي، د سرپناه نشتوالی د دوی او کورنیو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

څو تنو بېرته راستنو شویو ازادي راډیو ته وویل، که مسوولې ادارې پاملرنه ونه کړي، دا وضعیت ښايي په یو بشري ناورین بدل شي.

یو افغان کډوال چې تازه له پاکستانه خپل هیواد ته ستون شوی او دا مهال د کندهار په ولایت کې اوسیږي، او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وایي له خپلو ماشومانو سره شپه او ورځ تر یو ترپال لاندې تېروي:

"دلته هېڅ شی نه لرو. درې ماشومان لرم؛ د شپې د سختې یخنۍ له امله خوب نه شي کولی. تر یو ترپال لاندې ویده کېږو. کرایي کور نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي، کرایه یې ډېره لوړه ده. که له موږ سره مرسته ونه شي، له منځه به ولاړ شو."

په همدې حال کې، یو بل کډوال چې دا هم په دې وروستیو کې له پاکستانه خپل هیواد ته ستون شوی او دا مهال په کندز په ولایت کې ژوند کوي، وایي د راستنو شویو کورنیو وضعیت ډیر د اندېښنې وړ دی:

"دلته ژوند ډېر تریخ تېرېږي، وضعیت ډېر خراب دی؛ نه کور لرو او نه د ژوند امکانات. ماشومان مو د نورو خلکو په کورونو کې پرېښي دي او زموږ وسایل په خلاصه فضا کې، د باران او باد لاندې پاتې دي. مرستندویو ادارو او د طالبانو چارواکو ته ولاړم چې راسره مرسته وکړي او خېمه یا ترپال راکړي، خو په خدای تش لاس بېرته راوګرځېدم. کرایي کور نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي، یوازې یوه کوټه په لس زره افغانۍ او د اوبو او برېښنا لګښت یې هم بېل راځي."

یوازې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي کډوال دې ستونزې سره نه دي مخ، بلکې یو شمېر هغه کډوال چې له ایرانه هم خپل هیواد ته ستانه شوي، وایي د هوا په سړېدو سره یې ګذران سخت شوی دی.

له دې ډلې د څلور ماشومانو پلار باز محمد ازادي راډیو ته وویل:

" موږدلته په شبرغان کې یو، هېڅ عاید، کار او روزګار نشته. ژمی هم دی؛ دا څو شپې کېږي چې اولادونه مې جومات ته د ډوډۍ راټولولو لپاره ځي او څلور ـ پنځه ډوډۍ راوړي. "

دا کډوال د طالبانو له حکومت او همدارنګه له ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره د سرپناه برابرولو او لومړنیو مرستو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو حکومت تازه اعلان کړی چې په کندهار ولایت کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د دویم ښارګوټي د ځمکو د وېش بهیر هم پیل شوی دی.

طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت راډیو، د کندهار د کار او ښار جوړونې ریاست په حواله راپور ورکړی چې دا ښارګوټی شاوخوا درې زره جریبه ځمکه لري او ټاکل شوې چې څلور زره کورنیو ته ووېشل شي.

مخکې له دې یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د طالبانو حکومت له خوا کډوالو ته د ښارګوټو جوړولو خبره شوې وه.

خو افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر پراخ دی او هره ورځ زرګونه کډوال له پاکستان او ایران څخه خپل هېواد ته ستنېږي، چې دې چارې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په وړتیا اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) د خپرو شوو شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه شاوخوا ۲ اعشاریه ۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

نړیوالو بنسټونو په څو ځلي خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د اقتصادي ناورین او د ژمي د یخنۍ په شرایطو کې د کډوالو پراخ ستنېدل، ، کولای شي پر لومړنیو خدمتونو بې‌ساری فشار راولي او که بېړنی ملاتړ یې ونه شي، د راستنو شویو کډوالو بشري وضعیت به په جدي توګه لا پسې خراب شي.