د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) ویلي چې د جاپان حکومت د افغانستان د زیانګالو قشرونو د ملاتړ لپاره درې میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.
د دې ادارې د پرونۍ خبرپاڼې له مخې، دا مالي مرسته به د افغانستان د بشري وضعیت ښهوالي او لومړنیو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د زیاتولو په هدف ولګول شي.
ویل شوي چې دا پروژه به په ځانګړي ډول د میندو، نوزېږو، ماشومانو او ځوانانو لپاره روغتیايي خدمتونه پیاوړي کړي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې مرستې یوه برخه به د هغو کورنیو او کسانو د روحي ـ ټولنیز ملاتړ د برابرولو لپاره وکارول شي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي، په ځانګړي ډول د هېواد په لرې پرتو او محرومو سیمو کې.
د تېرې لیندۍ یا قوس د میاشتې په وروستیو کې هم جاپان اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د بشري مرستو په برخه کې ۱۹.۵ میلیون امریکايي ډالر تصویب کړي دي.
د یاد بیان له مخې، له دې تازه مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، یعنې له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان ټولې مرستې تر ۵۴۹ میلیون ډالرو واوړي.
افغانستان سږ کال په ځانګړي ډول د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله له لا سخت وضعیت سره مخامخ دی.