د یمن په جنوب کې د دوو متحدو هیوادونو اختلاف؛ متحده عربي امارات وايي چې په یمن کې د ریاض د هڅو هرکلی کوي

د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو یو ګډ پوځي پلاوی عدن ته تللی، چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه خبرې وکړي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امارات د یمن د امنیت او ثبات د ملاتړ لپاره د سعودي عربستان د هڅو هرکلی کوي او همداراز د هغه هېواد د ثبات ملاتړ ته ژمن دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه، د ډسمبر ۲۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي:

«متحده عربي امارات د هغو ټولو هڅو د ملاتړ په برخه کې خپل ثابت تعهد بیا تأییدوي چې موخه یې په یمن کې د ثبات پیاوړتیا، پرمختګ او پراختیا ده.»

د یمن په جنوب کې د بېلتون‌پالو اصلي ډلې، چې د جنوب انتقالي شورا (STC) په نوم یادیږي او د ابوظبۍ له ملاتړه برخمنه ده، د یمن حکومت د عدن له ښار څخه شړلی دی.

د یمن حکومت د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې دی او د نړیوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت پېژندل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په پیل کې د یمن حکومت ادعا کوله چې د هېواد په جنوبي سیمو کې پراخ کنټرول لري.

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیله لري د جنوب انتقالي شورا (STC) تاوتریخوالی پای ته ورسوي او خپل ځواکونه د یمن له ختیځو حضرموت او المهره ولایتونو څخه وباسي.

د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو یو ګډ پوځي پلاوی عدن ښار ته تللی دی، څو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ضروري اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

سعودي عربستان ویلي چې دغه پلاوی د «اړینو ترتیباتو» د نیولو لپاره استول شوی، څو ډاډ ترلاسه شي چې د جنوب انتقالي شورا (STC) ځواکونه له حضرموت او المهره ولایتونو څخه بهر خپلو پخوانیو مورچلونو ته ستانه شي. د سعودي چارواکو په وینا، دا هڅې لا هم روانې دي.

د جنوب انتقالي شورا (STC) په پیل کې د سعودي عربستان په مشرۍ د سُني مسلمانانو د ائتلاف برخه وه، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې په یمن کې د ایران‌پلوه حوثي ځواکونو پر ضد مداخله وکړه، خو دا ډله اوس هڅه کوي چې د یمن په جنوب کې خپلواک حکومت جوړ کړي.

یمن له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکېل دی. ایران‌پلوه حوثي ځواکونه، وروسته له هغه چې د سعودي تر ملاتړ لاندې حکومت یې اړ کړ چې جنوبي یمن ته وتښتي، د پلازمېنې صنعا په ګډون یې د هېواد شمالي سیمې تر کنټرول لاندې راوستې.

یمن له سعودي عربستان او عمان سره ګډه پوله لري، د سره سمندرګي د تګ راتګ په مهمه لاره کې موقعیت لري، او تر ۱۹۹۰ میلادي کال پورې په شمالي یمن او جنوبي یمن وېشل شوی هېواد و.