د طالبانو حکومت په هرات ولایت کې د برېښنا د لېږد او وېش ۹ سترې پروژې پرانیستي خو د هرات په ګډون دافغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا د کمښت له ستونزې شکایت کوي.
دوی ازادي راډیو ته وویل، چې د ژمي په موسم کې د برېښنا پرچاوۍ ډېرېږي او دا وضعیت د دوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو پر وړاندې جدي ستونزې راولاړوي.
د هرات ولایت یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:
"کله چې هوا ډېره سړه شي، د برېښنا پرچاوي زیاتېږي او برېښنا پرې کېږي. د بېلګې په توګه، په تېرو څو ورځو کې، یعنې تېره اوونۍ، موږ درې شپې او ورځې په بشپړ ډول د ترکمنستان له برېښنا بې برخې وو."
د کابل ښار اوسېدونکې شیبا، هم د ژمي په موسم کې د برېښنا د پرچاویو له زیاتوالي شکایت کوي.
نوموړې وایي:
"په دې ورځو کې کابل د برېښنا پرې کېدو او پرچاویو شاهد یو، چې د ښار خلک یې سخت له ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه ژمی دی او برېښنا ته اړتیا زیاته ده، خو له بده مرغه موږ د ورځې یوازې دوه ساعته او د شپې درې ساعته برېښنا لرو، او هغه وختونه هم چې برېښنا راځي، داسې وخت نه وي چې ترې اغېزمنه استفاده وشي."
د بغلان ولایت اوسېدونکی محیالدین، هم وایي:
"په بغلان کې، په لېرې پرتو سیمو کې برېښنا نشته. که د برېښنا ستنې هم موجودې وي، مزي نه دي تېر شوي او برېښنا نه ده رسېدلې. خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې که برېښنا وای، د خلکو ډېرې ستونزې به حل شوې وای."
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دا اوسېدونکي داسې مهال د برېښنا له نشتوالي او کمښت شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت تازه ویلي، چې په هرات ولایت کې یې د څه باندې ۳ اعشاریه ۹۸ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د لېږد او وېش ۹ سترې پروژې پرانیستې او ګټېاخیستنې ته یې سپارلې دي.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د پنجشنبې په ورځ، د ډسمبر ۲۵مه، په خپله ایکس (پخواني ټویټر) پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي، له دې ډلې پنځه پروژې له ترکمنستان څخه د ۱۳۰ کیلو متره په اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لین غځولو او کرخ، پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو کې د څلورو سبسټېشنونو جوړول شامل دي، چې نن ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د دې پروژو له لارې به په هرات ولایت کې ۴۰ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي.
همدارنګه، څلور نورې پروژې چې نن یې عملي کار پرانیستل شو، د پل هاشمي سبسټېشن جوړول، د حوت ۲۴ نېټې د شهدانو سبسټېشن پراختیا، د نورالجهاد سبسټېشن پراختیا، او د همدې درې سبسټېشنونو ترمنځ د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد د مزي غځول شامل دي.
په هغو مراسمو کې چې د دې پروژو د پرانیستلو لپاره جوړ شوي و، په افغانستان کې د طالبانو د بریښنا شرکت رییس عبدالباري عمر وویل چې د افغانستان بریښنا شرکت له لورې د تمویل کیدونکو او پلي کیدونکو نهو پروژو له ډلې پنځه پروژې بشپړې شوې او څلور پروژې به د اتلس میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي عمر زیاته کړه چې د کورنۍ بریښنا د تولید لپاره هڅې روانې دي او ډیر ژر به د اتیا میګاواټه سولري بریښنا یوه پروژه هم پرانیستل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان له کلونو راهیسې پر وارداتي برېښنا متکي دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش (سیګار) د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه تأمینېږي.
د برېښنا د برخې یو شمېر انجنیران وایي، چې افغانستان د برېښنا د تولید لپاره ډېر طبیعي ظرفیتونه لري او که دا ظرفیتونه په سمه او اغېزمنه توګه مدیریت او وکارول شي، نه یوازې دا چې د هېواد کورنۍ اړتیاوې به پوره شي، بلکې په خبره یې د برېښنا د صادراتو زمینه به هم برابره شي.
له دې ډلې د کندز ولایت د برېښنا د ډیسپیچنګ پخوانی عمومي مدیر صدیقالله حبیبي ازادي راډیو ته وویل:
" په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره ډېر طبیعي ظرفیتونه شته. که له دې ظرفیتونو څخه په سمه توګه استفاده وشي، نه یوازې دا چې اړتیاوې به پوره شي، بلکې د برېښنا د صادراتو زمینه به هم برابره شي. زما په نظر، د هرې پروژې د تطبیق لپاره تر ټولو مهم اقتصاد او امنیت دي. که دا دوه شیان په افغانستان کې موجود وي، نو پروژې به له هېڅ ډول ننګونو سره مخ نه شي."
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د برېښنا د کمښت او نشتوالي ستونزه د تېر جمهوري نظام راهیسې موجوده وه او د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو په وار وار له دې ستونزې شکایت کړی دی.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو، ان، ډي، پي) په ۱۴۰۲ کال کې ویلي وو، چې د افغانستان د برېښنا سکتور له سترو ننګونو سره مخ دی؛ چې په کې په کلیوالو سیمو کې برېښنا ته محدود لاسرسی او پر وارداتي برېښنا پراخ اتکا شامل دي.