د ازبکستان د کرکټ بورډ مشر کابل ته تللی

د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي ریيس ميرويس اشرف

د ازبکستان د کرکټ بورډ (ACB) رییس عزیز مهیلیوف او ورسره پلاوي د کابل د سفر په ترڅ کې د افغانستان له کرکټ بورډ (ACB) سره د ریفریانو لپاره په جوړ شوي کورس کې برخه واخیسته.

دا کورس دوه ورځنی دی چې کابل و تاشکند په ګډه جوړ کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ چهارشنبه( ډسمبر ۲۴ مه) په یوه بیان کې وویل چې له ښاغلي مهیلیوف سره په دې سفر کې د ازبکستان د کرکټ یوشمیر لوبغاړي هم مله دي.

د بیان له مخي ښاغلي مهیلیوف د افغانستان د کرکټ بورډ له مشر میرویس اشرف سره د کتنې پرمهال د ګډې تخنیکي او مسلکي همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

مخکې له دې، د افغانستان او ازبکستان کرکټ بورډونو د دسمبر په لومړۍ نیټه په تاشکند کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا او د کرکټ د پراختیا لپاره دوه اړخیز تړون لاسلیک کړی وو.