په ننګرهار کې د مالټو د باغونو حاصلات ډېر شوي

په ننګرهار کې د مالټو حاصل زیات شوی

ننګرهار کې د طالبانو حکومت د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې په زرګونه جریبه ځکمو مالټې کرل شوي او سږ کال د تیر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې هم لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار بټي د کوټ ولسوالي د مالټو په یوه باغ کې تر لسو زیات کسان په کار بوخت دي، له وڼو مالټې راشکوي او په کریټونو کې یې د ځاي پر ځای کولو لپاره یو واحد مرکز ته انتقالوي.

د دغه باغ خاوند عطاالله ازادي راډیو ته وویل، خوښ دی، ځکه په خبره یې د بڼ حاصلات یې سږ کال ښه دي:

" د تېر کال په پرتله زمونږ حاصلات ډیر نام خدا ښه دي، او په ښه قیمت سره خرڅ شوي، مونږ د کرنې انجنیرانو سره مشورې کړي چې هغوی ویلي دا درمل واخلئ او دا سره استفاده کړئ، نو ډیر ښه حاصلات یې ورکړي دي. "

دې باغ کې په کار بوخت یو کس چې له ونو مالټي راشکوي هم ازادي راډیو سره په خبرو کې یې وویل، خوښ دی چې په خپل وطن کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده:

" نوم مې امان الله دی، د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی یم، ډیر خوشحاله یو چې په خپل وطن کې مو کارو بار روان دی، چا چې کرلي دي له هغوی هم ډیر مننه، چې زمونږ غریبو په شان کار و بار په کې روان دی. "

ننګرهار کې د طالبانو حکوکت د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې په شپږ ویشت زره جریبه ځمکه مالټې کرل شوې او سږ کال یې د تیر کال په پرتله په حاصلاتو کې هم لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ریاست ویاند اجمل سبحاني ازادي راډیو ته وویل:

" د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د کانال امارتي شرکت له لوري په ننګرهار کې ۲۶ زره جریبه ځمکه کې د مالټو باغونه جوړ شوي دي، چې سږ کال به د اټکل له مخې ۷۶۰۰ مټریکه ټڼه حاصل ترې تر لاسه شي، چې د تیر کاله په پرتله ۱۰ سلنه زیات والی ښيي. "

نوموړی وايي، دوی هڅه کوي چې دولتي ځمکې په اجاره ورکړي څو د مالټو نور باغونه هم پرې کښینول شي.

دې زیاتوي، کوم باغونه چې تازه د کرنې ریاست او کانال دولتي شرکت له لوري جوړ شوي لا یې حاصل نه دی ورکړی، خو څو کلونو کې به هغه هم حاصل ورکړي او دوی به د مالټو په برخه کې خودکفایۍ ته ورسېږي.

یو شمیر کسان چې دا مالټي یې اخیستي د خوند او ذایقې صفت یې کوي.

د کابل اوسېدوکې زرمینه چې وايي تېره اوونۍ جلال اباد ته تللې وه د دسمبر په ۲۳ مه یې ازادي راډیو ته وویل:

" جلال اباد ښار کې ډيرې مالټې وې، دوه ډول مالټې وې، یوې ډول ډېرې ښې مالټې وې چې من ( اووه کیلو) ۵۰۰ افغانۍ وې او بل ډول من ۴۰۰ افغانۍ وې، نو ډېرې خوندورې مالټې دي د وطن مالټې د پاکستان د مالټو په نسبت. "

ننګرهار کې سږکال د مالټو موسم په داسې حال کې رارسېږي چې پاکستان سره د دغه هیواد ټولې لارې تړلې دي.

مخکې به مالټې ډېرې له پاکستانه هم راتلې.

د طالبانو حکوکت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په وزارت کې یوې سرچینې چې ویې نه غوښتل د اجازې د نه لرلو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، له ننکرهار سربیره په کنړ، لغمان او خوست کې هم د مالټو باغونه شته خو په خبره یې په ډېر شمیر سره د ننګرهار له باغونو تر لاسه کېږي.