هند افغانستان ته د ډاکترانو د استولو ترڅنګ د سرطان د درملنې مرکز جوړوي

هند او په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي غواړي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کاري ګروپ رامنځته کړي.

هند او په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي غواړي چې د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کاري ګروپ رامنځته کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ، د ډسمبر ۲۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي، دا هېواد به په افغانستان کې د سرطان د درملنې مرکزونه جوړ کړي او د همکارۍ او د تجربو د تبادلې لپاره به د افغان ډاکترانو د مهارتونو او ظرفیتونو د پیاوړتیا په هدف د هندي ډاکترانو یوه ډله افغانستان ته واستوي.

په اعلامیه کې راغلي چې دا ژمنې هند ته د روان ډسمبر په ۲۱ مه د طالبانو د عامې روغتیا وزیر، نورجلال جلالي، د سفر پر مهال شوي دي.

د اعلامیې په ټکو، له افغانستان سره په بشري او روغتیايي برخو کې هند د خپلو ژمنو په دوام ټینګار کړی دی.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، د سې شنبې په ورځ د دسمبر ۲۳مه، پر خپلې اېکس پاڼې هند ته د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر وروستی سفر «له لاسته راوړنو ډک» بللی دی.

هغه لیکلي چې د دې سفر پر مهال د هند حکومت او اړوندو بنسټونو ګڼې مهمې مرستې اعلان کړې دي، چې پکې د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت بېلابېل واکسینونه، د سرطان د درملنې لپاره د درې میلیونو ډالرو په ارزښت د رادیوتراپي یو ماشین، د دې ناروغۍ لپاره د یو میلیون ډالرو په ارزښت پنځه ټنه درمل، د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت یو سي‌ټي‌سکن ماشین، او همداراز د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د یوه روغتون او د تلاسیمیا د تخصصي مرکز جوړول او د ظرفیتونو لوړول شامل دي.

په همدې حال کې، د افغانستان اسلامي روغتیايي ټولنه په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره د هند مرستې اغیزمنې بولي او ټینګار کوي چې هند باید د ناروغانو، درملو او روغتیايي مرکزونو د تجهیز په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د دې ټولنې ریس ډاکتر وحیدالله مصلح د طب په برخه کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه چې هند یې باید ملاتړ وکړي وویل:

«موږ یو مجهز روغتون ته اړتیا لرو تر څو زموږ ناروغان له افغانستانه بهر د درملنې لپاره لاړ نه شي، او هند کولای شي په دې برخه کې همکاري وکړي، دغه راز د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتونونو جوړول دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، که څه هم د قلبي او عصبي جراحۍ په برخه کې ځانګړي روغتونونه شته، خو عملیاتونه ډېر پیچلي وي چې باید په داخل د افغانستان کې یې ملاتړ وشي او هند کولای شي په دې برخه کې مهم نقش ولوبوي.»

په همدې حال کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص او په کابل کې د صحت طفل روغتون پخواني ډاکتر عبدالحق قاضي زاده هم په بیلابیلو روغتیايي برخو کې د هند همکاري مهمه بولي:

«مخکې د ماشوم روغتیا اندراګاندي روغتون ته د هند له لوري درمل ورکول کیدل، دغه راز په تشخیصه برخه کې هم هند مرسته کوله، د دې ترڅنګ هندي ډاکتران راتلل او دلته یې له افغان ډاکترانو سره یو ځای کار کاوه او افغانانو ترې ډېر څه زده کول، که د دوی ژمنې عملي بڼه غوره کړي نو دا به د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره ډېر ګټور وي.)»

دا په داسې حال کې ده چې نږدې څلور ورځې وړاندې، د هند د عامې روغتیا وزیر، جگت پراکاش، هم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي وو چې افغانستان ته د ۱۲۸ سي‌ټي‌سکن دستګاوو ترڅنګ د درملو یوه لویه محموله د لېږد په حال کې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، د پنجشنبې په ورځ، د قوس ۱۳مه، ویلي وو چې نوی ډیلي د خپلو بشري مرستو د پروګرام په چوکاټ کې نږدې د انفلونزا او مننژیټ Meningitis چې د مغزو او نخاع د التهاب لامل ګرځي ۶۴ زره واکسینونه د طالبانو د حکومت روغتیايي ادارې ته سپارلي دي.

هند تر دې وړاندې تېره میاشت هم د افغانستان د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره طبي تجهیزات، اړین درمل او واکسینونه افغانستان ته لېږلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ د اړیکو تر ترینګلتیا وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره تړلي دي.

دغه راز طالبانو له پاکستانه د درملو په ګډون د هر ډول توکو په وارداتو بندیز لګولی او د بدیلو لارو په لټه کې دي.

په وروستیو کې هند او په افغانستان کې د طالبانو حکومت په سیاسي، اقتصادي او روغتیايي برخو کې خپلې اړیکې پراخه کړي دي.

هند ته د طالبانو د عامې روغتیا د وزیر نور جلال جلالي تر سفر مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو او او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو د وزیرانو په ګډون یو شمېر طالب چارواکو سفرونه کړي او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، ټرانزیت او د سوداګرۍ په پیاوړتیا خبرې اترې کړي دي.