په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو د بندیز درې کاله، لا هم د پوهنتونونو دروازې د نجونو پر وړاندې تړلې دي.
که څه هم د طالبانو حکومت دا لنډمهاله پرېکړه بللې وه خو اوس ظاهرا په اوږد مهاله پرېکړه بدله شوې ښکاري.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې تر بل امر پورې نجونې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري، هغه اعلان چې زرګونه نجونې یې له لوړو زده کړو بې برخې کړې دي.
یو شمېر له زده کړو پاتې محصلې نجونې وايي که څه هم ډېرې هیلې یې لرلې چې نیمګړې زده کړې به بشپړې کړي خو په خبره یې پرلپسې بندیز یې د زده کړو د دوام په هیلو خاورې اړولي دي.
مخکې د ننګرهار پوهنتون یوې محصلې مروه احمدزۍ ازادي راډيو ته وویل:
هره ورځ سهار مې د پوهنتون د تګ خاطرې مخته راځي، هره ورځ په دې امید تیروم چې یو وار بیا به خپلې نیمګړې زده کړې پیل کړم
"هره ورځ سهار مې د پوهنتون د تګ خاطرې مخته راځي، هره ورځ په دې امید تیروم چې یو وار بیا به خپلې نیمګړې زده کړې پیل کړم، خو وضعیت ته چې ګورم فکر نه کوم چې یو وار بیا دې د خپلو هیلو د پوره کېدو لپاره په ټولګي کې د استاد مخته کینم، اوس هر څه پای ته رسېدلي دي."
مخکې د کابل پوهنتون د طب پوهنځې یوې محصلې چې په خبره یې دوه کاله یې زده کړې کړې وې او د راتلونکې لپاره یې ډېره هیله لرله هم د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل:
زه نه پوهیږم موږ به په افغانستان کې بلاخره له کوم برخلیک سره مخ کیږو، موږ هم غواړو چې د نورو هیوادونو د نجونو په څېر ژوند ولرو
"زه نه پوهیږم موږ به په افغانستان کې بلاخره له کوم برخلیک سره مخ کیږو، موږ هم غواړو چې د نورو هیوادونو د نجونو په څېر ژوند ولرو، د هغوی په څېر زده کړې وکړو، خو دا زموږ لپاره ډېر د افسوس ځای دی، هیڅ نه پوهیږم څنګه درته خپل احساسات بیان کړم."
دوی وايي که څه هم طالبانو په لومړي سر کې په دوی حجاب جبري کړو او دغه راز یې د هلکانو او نجونو ترمنځ ټولګي جلا کړل، ان دا چې په یو شمېر ولایتونو کې یې د نجونو او هلکانو محصلینو لپاره پوهنتون ته د ورتګ وختونه هم بیل کړل خو د دوی په وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړل هغه څه وو چې د دوی ټولې هیلې یې په سیند لاهو کړې.
د طالبانو حکومت درې کاله وړاندې داسې مهال نجونې له لوړو زده کړو راوګرځولې چې لا له وړاندې یې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په ثانوي زده کړو هم بندیز لګولی وو او ژمنه یې کړې وه چې په دې اړه به د یو د یو میکانیزم له رامنځته کېدو وروسته نجونو ته د ثانوي زده کړو اجازه ورکړي خو د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکې وايي د څلورو کلونو په تېریدو لا هم دغه میکانیزم نه دی رامنځته شوی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې وړاندې یې د روان کال په اګسټ میاشت کې طلوع نیوز خصوصي تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې په دې مسئله لا هم کار روان دي تر څو کره شرعي جواز ترلاسه شي.
دغه شان ګڼو طالب چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونو په زده کړو د بشپړ بندیز اراده نه لري بلکې هڅه کوي داسې چوکاټ برابر کړي چې د دوی په وینا «اسلامي ارزښتونه» پکې مراعات شي، خو اوس داسې ښکاري چې دغه بندیز د طالبانو د حکومت د تګلارو یوه برخه ده.
د اسلامي همکاریو سازمان، ګڼ شمیر نړیوال بنسټونه او اسلامي هېوادونه بیا د نجونو پر عصري زده کړو بندیز له اسلامي نصوصو د طالبانو خپل تعبیر بولي او وایي، پر نارینه او نجونو دواړو دیني او عصري علوم فرض دي.
دوی وایي، ښځې د ټولنې نیمایي برخه ده او حق لري چې په ساینسي، طبي، انجینري، تخنیکي او ان امنیتي او پوځي برخو کې د زده کړو زمینه ورته برابره شي.
د افغانستان د خصوصي پوهنتونو ټولنې په ۲۰۲۳ کال کې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په لوړو زده کړو د طالبانو د بندیز له امله شاوخوا ۷۰ زره نجونې له زده کړو بې برخې شوي او دغه شان د افغانستان د ۱۴۰ پوهنتونو له ډلې یې ۴۰ خصوصي پوهنتونونه د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د اکتوبر په ۸مه په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړ چې که د نجونو په زده کړو د طالبانو بندیز دوام ومومي نو تر ۲۰۲۶ کال پورې به افغانستان شاوخوا ۹ عشاریه ۶ ملیارډه ډالره اقتصادي زیان وکړي.