په یوه برید کې ۵ پاکستاني پولیس په خیبرپښتونخوا کې ووژل شول

ارشیف

پنځه پاکستاني پولیس نن (د سې‌شنبې) په خیبرپښتونخوا کې د هغوی پر موټر د کمین، چاودنې او ډزو په برید کې ووژل شول.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، د پولیسو پر موټر لومړی په لاس د جوړې شوې چاودېدونکې وسیلې (IED) برید وشو او وروسته بریدګرو پرې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې څلور پولیس او د موټر چلوونکی ووژل شول.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی دی.

برید د خیبرپښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې شوی؛ هغه سیمه چې تر دې مخکې تر ډېره د وسله‌والو له بریدونو خوندي بلل کېده.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان او افغانستان هڅه کوي هغه نازک اوربند وساتي چې د تېر اکتوبر له سرحدي نښتو وروسته شوی و.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسله‌وال له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.