«له پولیو پاک افغانستان» خبرداری ورکړی چې ټول کسان چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوي، باید د پولیو پر ضد واکسین شي.
یاد بنسټ نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیو واکسین باید د هر عمر کسانو ته د افغانستان د داخلېدو او وتلو پر مهال په سرحدي دروازو کې ورکړل شي.
تر دې وړاندې هم دې بنسټ ټینګار کړی و چې له پاکستان څخه راستنېدونکي ماشومان باید د پولو پر ضد واکسین شي، څو د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.
راپورونه وايي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته د ویروس د لېږد او د عامې روغتیا د خطرونو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
افغانستان هم سږ کال د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې یوه په بادغیس او بله په هلمند ولایت کې وه. دا موضوع ښيي، سره له دې چې د واکسین پراخ کمپاینونه روان دي، خو دا ناروغي لا هم په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.