ټرمپ: دا به عاقلانه وي چې مادورو د وینزویلا له ولسمشرۍ لاس واخلي

د امریکا ولسمشر پرون (دوشنبه، د مرغومي په لومړۍ) وویل چې دا به عاقلانه وي که د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه لاس واخلي، او زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه کولای شي هغه تېل چې په وروستیو اوونیو کې یې د وینزویلا په ساحلونو کې نیولي، یا وساتي او یا یې وپلوري.

پر مادورو د ډونالډ ټرمپ د فشار په کمپاین کې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او پر هغو بېړیو څو پوځي بریدونه شامل دي چې ویل کېږي د جنوبي امریکا د دې هېواد په شاوخوا، په ارام سمندر او کارابین سمندر کې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

کله چې خبریالانو د امریکا له ولسمشره وپوښتل چې ایا هدف دا دی چې مادورو له واکه لېرې شي، هغه وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه کول غواړي. زما په اند دا به عاقلانه وي چې دا کار وکړي. خو بیا هم، موږ به وګورو.»

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «که هغه وغواړي کوم اقدام وکړي، که وغواړي مقاومت وکړي، نو دا به وروستی ځل وي چې مقاومت به کوي.»