د سره صلیب نړیواله کمیټه (ای سي ار سي) وايي ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲۳ میلیونه کسانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده خو ښايي راتلونکی کال کمې سرچینې، اقتصادي کړکیچ، بېکاري او د صحي خدماتو کمښت ګڼې نورې کورنۍ هم د اړمنو کتار کې راولي.
دې کمیټې د دوشنبې په ورځ د «دسمبر په ۲۲مه» په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان بشري ننګونې د اقتصادي بې ثباتۍ، اقلیمي ټکانونو، بې ځایه کیدو، اقتصادي بندیزونو او د نړیوالو ښکیلتیا کموالي له امله دي.
د «ای سي ار سي» راپور کې راغلي چې د ژمي شرایط هم په دې هیواد کې پراخې ننګونې نورې هم زیاتوي، چیرې چې اقتصادي ستونزو او د خوړو ناامني ډیری کورنۍ د سوړ موسم لپاره د نه چمتووالي لرلو ته اړ کړي دي.
«ای سي ار سي» زیاته کړې چې سږ کال افغانستان له ایران او پاکستانه د کډوالو په راستنیدو کې د پام وړ زیاتوالي شاهد دی چې د ټولنو په نازکو حالاتو او خدماتو یې فشار راوړی دی.
یو شمیر افغانان ټینګار کوي چې د بشري مرستو سربیره، د بیکارۍ ستونزه هم باید حل شي، او د طالبانو حکومت او نړیواله ټولنه باید د افغانانو لپاره د کار موندلو او عاید فرصتونه برابر کړي.
د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی چې د کار په لټه کې دی او نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
«له یوې خوا کار نشته او له بلې خوا د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، کله چې کار او پیسې نه وي، نو خلک څنګه خواړه واخلي؟ موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې خپلې مرستې ونه دروي، حکومت باید دې برخې ته هم جدي پاملرنه وکړي، موږ له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کوو چې هغه پروژې بیا پیل کړي چې په افغانستان کې بندې شوې دي ترڅو بې کاره افغانان دندې ترلاسه کړي او د کار پیسې ورکړل شي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکي چې دی هم د کار په لټه کې دی او نه یې غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
همدا اوس زه په هر وزارت کې چې د کار لپاره ځم، یوه خلص سوانح په کې لرم، زه د پوهنتون سند او د ماسټرۍ سند لرم، خو دوی ځوانانو ته لوړې کچې دندې نه برابرويد کابل یو اوسیدونکی
دی زیاتوي: «هغه کسان چې د دوی خپل کسان دي لوړ مقامونه ترلاسه کوي، خو کله چې یو افغان ځوان دلته یې زده کړې کړې او په بهر کې یې زده کړې کړې او بیرته راستنیږي، نه په کار ګمارل کیږي او نه ورته د کار فرصتونه برابریږي، هیله ده چې ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه، او هغه کسان چې په افغانستان کې په پلانونو جوړولو کې ښکیل دي، دې ټکو ته دې ډیره پاملرنه وکړي.»
د افغان ځوانانو له خوا په مختلفو دولتي ادارو کې د طالبانو چارواکو ته د نږدې کسانو د ګمارنې په اړه تورونه مخکې هم مطرح شوي دي، خو د طالبانو ویاندانو دا خبره رد کړې ده، طالبانو تل ویلي چې دوی د بې کارۍ د کمولو هڅه کوي، خو مرکه شوي کسان وايي چې دا اقدامات تر اوسه په سمه توګه نه دي پلي شوي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې بې کارۍ زیاته شوې ده، ځکه ډیری شرکتونو او نړیوالو سازمانونو خپل فعالیتونه کم کړي او له هیواده وتلي دي، اقتصادي او خدماتي پروژې درول شوې دي.
نړیوال بانک د روان کال په فبروري کې اعلان وکړ چې بې کاري، د سرچینو کمښت، دوامداره لوړه کچه بې وزلي او د پیرودلو ټیټ ځواک ملیونونو افغانان له خطر سره مخ کړي دي.
مخکې له دې، مختلفو نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته د نړیوالو مرستو کمښت دل هیواد له لوی بشري ناورین سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دسمبر په لومړیو کې په یوه راپور کې وړاندوینه کړې چې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان به راتلونکی کال بشري مرستو ته اړتیا ولري.
«اوچا» زیاته کړې چې د بشري وضعیت ناوړه حالت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، د خوړو ناامني، د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې وچکالي، د کډوالو پراخه راستنیدنه، وژونکې زلزلې، سیلابونه او مختلفې ناروغۍ د هغو عواملو له ډلې څخه دي چې په افغانستان کې یې وضعیت نور هم خراب کړی دی.