د روسیې چارواکو نن دوشنبې وویل ددغه هیواد یو جنرال په مسکو کې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.
د تحقیقاتي کمیټې چارواکو وویل ډګرجنرال فانیل سروروف دیوې منفجره وسیلې په چاودنه کې چې موټر پورې یې نصب شوې وه د پلازمینې په جنوب کې وژل شوی.
ددغې ادارې ویاندې سویتلانا پیترینکو وویل چې د قتل د لامل د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي او پیښه کې د اوکراین د استخباراتو دلاس لرلو امکان هم څیړل کیږي.
۵۶ کلن جنرال سروروف په دې وروستیو کې د روسیې د پوځ د درستیزوالي په یوې څانګې کې کار کاوه .
د جرمني DPA خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال د دیسمبر په اولسمه د روسیې د اټومي ، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي تسلیحاتو قوماندان جنرال ایوان کیریلوف هم په مسکو کې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو چې وروسته د اوکراین استخباراتو د پیښې مسئولیت په غاړه واخیست.
یوبل روسی جنرال ، یاروسلاف موسکالیک، په تیرې اپریل میاشت کې په مسکو کې په یوې ورته چاودنې کې ووژل شو.
نوموړي پخوا اوکراین سره د لانجې د حل په خبرو کې هم برخه درلوده.