یو شمیر افغان خبریالانو دهغو نورو افغان خبریالانو لپاره چې پاکستان او ایران کې ګیرپاته دي دفرانسې پلازمینه پاریس کې اعتراضي غونډه وکړه.
د افغانستان دخبریالانو د ملاتړ سازمان چې د غونډې په تنظیم کې برخه درلوده د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې اوسمهال لسګونه خبریالان او ددوی کورنۍ چې پاکستان او ایران کی یې د پناه اخیستو غوښتونلیکونه رد شوي یا یې برخه لیک نه دی څرګند ، هلته پاته دي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه اوږد او مبهم انتظار ددغو خبریالانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی .
د افغانستان دخبریالانو د ملاتړ سازمان وايي پاکستان کې افغان خبریالان د بیکاري ، مالي فشارونو ، د پولیس لخوا د نیول کیدو ، رواني فشارونو او داخراج د تهدید په شمول ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په خبریالانو او د رسنیو په فعالیت د طالبانو د حکومت محدودیتونو، خبریالان له سخت وضعیت سره مخ کړي او ځینې یې په لویدیځو هیوادونو کې د پناه اخیستو لپاره ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته تللي دي.