دافغانستان د موسیقۍ انستیتوت: که زلاله خپل هنر پالي، ملاتړ یې کوو

زلاله هاشمي

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ انستیتوت وايي، که زلاله هاشمي وغواړي خپل هنر ته ادامه ورکړي دوی به یې ملاتړ وکړي. افغان سندرغاړې زلاله هاشمي چې د سږ کال په وري میاشت کې یې افغانستان کې د کورنۍ له خوا د نادرکېدو خبر خپور شوی و، اوس معلومه شوې ده چې بهر ته تللې ده.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ انستیتوت وايي، که زلاله هاشمي وغواړي خپل هنر ته ادامه ورکړي دوی به ورنه ملاتړ وکړي، خو دا پرېکړه یې د هغې شخصي تصمیم بللی دی.

د دغه انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست جمعه د دسمبر ۱۹ ناوخته ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

" په دې اړه چې اغلې زلاله هاشمي اوس چیرې ده او په راتلونکي کې یې تصمیم څه دی، هغه په هغې پورې اړه لري خو که چیرې بیا غواړي هنر پیل کړي، هغه څه چې د موسیقۍ د انستیتوت له لاسه پوره وي، مونږ یې په خدمت کې یو او هیڅ ډول ملاتړ به ترې ونه سپموو. "

افغان سندرغاړې زلاله هاشمي چې د روان لمریز کال په وري میاشت کې یې د نادرکه کېدو خبر د کورنۍ له خوا خپور شویو، تازه درې ورځې مخکې یې افغان سندرغاړې اریانا سعید سره خبرو کې د خپلې روغتیا او له افغانستان بهر په یو امن ځای کې د اوسېدو ډاډ ورکړی دی.

زلالې ورسته د دسمبر په ۱۸ مه بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې له افغانستان د وتلو پرېکړه یې خپله کړې او هیڅ یو کس یا مرکز یې په دې اقدام کې رول نه درلود.

نوموړي دا هم ویلي چې په تېرو څو کلونو کې له ستونزو سره مخ وه او هیله یې درلودله چې یوه ورځ یې نړیواله ټولنه غږ واوري، خو دا چې کوم غږ جزیات یې نه دي ورکړي.

هغې په دې اړه چې خپل هنر ته به دوام ورکړي که نه، څه نه دي ویلي.

د زلالې هاشمي میره سید محسن هاشمي ورستۍ ځل د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د میرمن له نادرکه کېدو یې میاشت اوړي خو ادعا یې کړې وه چې د طالبانو په حکومت کې یې څوک غږ نه اوري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بیا هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي وو، زلاله هاشمي د هغې د مېړه لخوا د «کورني تاوتریخوالي» له امله له کوره تښتېدلې ده، خو دا چې چیرې، دوی یې تر اوسه درک نه دې لګولې.

سید محسن هاشمي بیا دا خبرې رد کړې وې ویلي یې وو، دوی په خپل منځ کې هېڅ ډول ستونزه نه درلوده.

نوموړي تازه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

یو شمیر افغان هنرمندان هیله من دي، چې زلاله خپل هنر ته دوام ورکړي.

له دې ډلې ښاپیرۍ نغمې ازادي راډیو ته وویل:

" له کومې لارې نه چې ټاکلې مو ده نه په شا کېږو، نو زما زلالې ته هم همدا پیغام دی، چې له کومې لارې چې انتخاب کړې یې ده باید په شا نشي، پرمختګ وکړي، ښایسه ښایسه سندرې ووايي او خپل هنر ته دې ادامه ورکړي. "

زلاله هاشمي په افغانستان کې هغه وخت مشهوره شوه چې د افغان ستوري په نوم د سندرو سیالۍ کې چې د طلوع خصوصي تلویزیون لخوا خپرېده، د لسګونو نارینه سندرغاړو په منځ کې راڅرګنده او دوهم مقام یې خپل کړ.

خو په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته د نورو ګڼو هنرمندانو په شان د زلالې غږ هم غلی شو.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د موسیقۍ غږول او هم اوریدل بند کړي وايي، دا په اسلام کې حرامه ده.

د یادونې ده چې د زلالې هاشمي تری تم کېدو د ښځو د حقونو د یو شمیر فعالانو او بنسټونو غبرګونونه هم له ځانه سره درلودل، چې اریانا سعید یې هم برخه وه.