ایران ته د اوښتو پرمهال یخې هوا د یوشمیر افغانانو ژوند اخیستی

د ایران په لور یوشمیر تلونکي کډوال-ارشیف

په هرات کې د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو د سختې یخنۍ له امله د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې د درې افغان کډوالو او یو شپون مړینه تایید کړې ده. د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي باختر اژانس ته ویلي په دې اړه لا هم څېړنې رواني دي او ښايي یو شمېر کسان له پولي اخوا مړه شوي وي.

د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې ایران ته د اوښتونکو افغانانو د مړینې له راپورونو وروسته د قربانیانو یو شمېر کورنۍ وايي په وطن کې د بې روزګارۍ او فقر له زیاتېدو وروسته اړ شوي، چې د کورنۍ غړۍ په سختو او مرګونو لارو بهر ته واستوي.

دوی وايي تازه له دې پېښې خبر شوي او دا چې تر اوسه یې جسدونه نه دي ترلاسه کړي.

د ختیځ لغمان یوه اوسېدونکې میرعلم ازادي راډيو ته وویل د تره یو زوی یې ایران ته د اوښتولو پر مهال مړ شوی دی.

(زما د اکا زوی چې ۱۴ کاله عمر یې لرلو، اولس ورځې مخکې یې ایران ته حرکت کړی وو، دا درې ورځې کیږي چې هیڅ اړیکه ورسره نه نیول کېده، اوس تازه موږ خبر شو چې د یخنۍ له امله په مرز کې مړ شوی دی، اوس مو کسان هرات ته ولیږل او هلته مو ځینې راه بلدان پیدا کړي چې له موږ سره د جسد په پیدا کولو کې مرسته وکړي، زما اکاه ډېر غریب دی، او خپل زوی ېې هم د ښه ژوند د جوړېدو لپاره په دې لارو اروپا ته استولو، خو نصیب ګوره، په وطن کې کار نشته کنه هیڅوک نه غواړي چې خپل اولادونه د مرګ خولې ته ورکړي.)

په همدې حال کې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې بلال ازادي راډيو ته وویل ورور یې چې له کوره د اروپا په تکل وتلی او اوس مهال په نیمروز کې انتظار وو بېرته کورته راغوښتی دی.

(زما ورور حرکت کړی وو، اوس په نمیروز کې دی، خو د دغه خبر له اورېدو وروسته چې د یخنۍ له امله مسافر مړه شوي دي، ما مې په ورور پسې عاجل ټلیفون وکړو چې بیرته راوګرځي، نو هغه مو بیرته راستون کړو، ځکه اوس رښتیا هم لارې ډېرې سختي دي، او سل په سلو کې د مړینې چانس ډېر دی، که په وطن کې کار روزګار اووسي، نو ځوانان به ولې په دې سختو لارو نورو هیوادونو ته ځي، زموږ غوښتنه له واکمنو چارواکو داده چې باید په کور دننه خلکو ته د کار زمینې برابرې کړي تر څو د دغه ډول مرګونو پېښو مخه ونیول شي.)

دا په داسې حال کې ده چې تازه په هرات کې سیمه ییزو طالب چارواکو ددې ولایت د کوهسان ولسوالۍ اړوند سیمه کې ایران ته د ناقانونه کډوالۍ پر مهال د سختې یخنۍ له امله د درې افغانانو مړینه تایید کړې ده.

د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي دغه راز په سیمه کې یو شپون هم د سختې یخنۍ له امله ساه ورکړې ده.

نوموړي ویلي د پېښې له امله په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکي انځورونه او د مړو شمېر د باور وړ نه دی خو په خبره یې د هغو راپورونو په اړه لا هم څېړنې رواني دي چې ښايي یو شمېر کسان له پولې اخوا مړه شوي وي.

تر دې وړاندې په هرات کې سیمه ییزو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې ایران ته د اوښتولو پر مهال د سختې یخنۍ له امله لسګونه افغان کډوال مړه شوي دي خو دقیق شمېر یې لا نه دی په ډاګه شوی. په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په وروستیو څو کلونو کې، په دې هیواد کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو له امله، ایران ته د افغانانو کډوالي ډېره شوې، خو ډېر شمېر افغانان هڅه کوي چې په سختو قاچاقي لارو بیرته ایران ته ځانونه ورسوي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې په فراه کې سیمه ییزو طالب چارواکو ایرانی سرحدي ځواکونه د لسو هغه افغانانو په وژل کېدو تورن کړل چې غوښتل یې د او نصر فراهي بند له لارې په ناقانونه توګه ایران ته ننوځي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي چې په ایران کې د افغانانو وضعیت ورځ تر بلې بې‌ثباته کېږي، او ډېری افغانان لا هم د تبعیض او ځورونو سره مخ دي.

دغه کمشنرۍ د ډیسمبر په ۱۹ مه په یو راپور کې ویلي چې اوس مهال له ایرانه هره ورځ په اوسط ډول ۲۹۰۰ کسان راستنیږي چې دا شمېر د روان کال د لومړۍ ربعې په پرتله لوړ دی.

په راپور کې راغلي کې د روان کال د مارچ له ۱۹ مې د ډیسمبر تر ۱۳ مې نږدې ۱.۷ میلیونه افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، او د کال له پیل راهیسې د ستنو شوو کسانو ټول شمېر له ۱.۸ میلیونو څخه اوښتی دی.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان ایمنستي انټرنیشنل په یو بیا کې خبرداری ورکړی چې ، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنېدونکو لپاره د زیان ګواښ ډېر کړی دی او هیوادونه د نړیوال قانون له مخې حق نه لري خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د بشري سرغړونو، د اساسي خدمات سخت کمښت، د بېکارۍ کچې زیاتوالی او د طبیعي پېښو له امله د راستنېدونکو کډوالو لپاره د جدي زیانونو ګواښ زیات کړی دی.

دغه سازمان په یو بیان کې چې د جمعې په ورځ د ډیسمبر ۱۹ مه یې خپور کړی ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو د زیاتوالي سربیره په میلیونونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو او اروپايي هېوادونو په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.