د امریکا پوځ د شنبې په سهار اعلان وکړ چې په امریکايي ځواکونو د وروستي مرګونې برید په غچ کې یې په سوریه کې د اسلامي دولت / داعش ډلې مرتبط څه دپاسه ۷۰ مرکزونه په هوایي او توغندیزو بریدونو کې په نښه کړي دي .
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د شنبې په ورځ وویل چې د سوریې په ختیځ ولایت دیر الزور کې د امریکايي ځواکونو په دغو شپنیو بریدونو کې د اسلامي دولت ډلې دیوه مشر په شمول لږ تر لږه ۵ غړي وژل شوي دي.
د دغه سازمان مشر رامي عبدالرحمن، دفرانسې خبري اژانس ته وویل چې د داعش دغه مشکوک کسان د دیر الزور ولایت لویدیځ کې وژل شوي او دا ډله په سیمه کې د داعش د ډرون عملیاتو مسؤله وه.
د امریکایي چارواکو په وینا، دا غچ اخیستونکي بریدونه وروسته له هغه وشول چې یوه وسله وال بریدګر د دسمبر په ۱۳مه د سوریې په پالمیرا ښار کې د امریکا او سوریې پر ګډ پوځي کاروان برید وکړ، چې دوه امریکایي سرتیري او یو ملکي ژباړونکی یې ووژل او درې نور سرتیري یې ټپیان کړل.
د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په دغو غچ اخیستونکو عملیاتو کې یې، د داعش ځواکونه، زیربناوې او د وسلو ډیپوګانې په نښه کړي دي.