عمران خان او مېرمنې ته یې د ۱۷، ۱۷ کلونو سزا واورول شوه

پخوانی صدراعظم عمران خان او میرمن یې بشرا بي بي

د اسلام اباد یوې محکمې د تحریک انصاف موسس او پخواني صدراعظم عمران خان او د هغه مېرمنې بشرا بي بي ته د توشه خانې په قضیه کې د ۱۷، ۱۷ کلونو سزا واوروله.

دا سزا د ډېسمبر پر ۱۹مه د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې ځانګړې محکمې واوروله. محکمې د حبس د سزا ترڅنګ عمران خان او بشرا بي بي ته د یو کروړ او شپیتو لکو روپو جرمانه هم واوروله.

تحریک انصاف پریکړه کړې چې ددغې فیصلې په وړاندې د اسلام سترې محکمې ته مراجعه کوي.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید کابینې ته له ټولو جزییاتو خبر ورکړي.

عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي انګیزه لري.

۷۳ کلن عمران خان چې د ۲۰۱۸ کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان صدراعظم وو د درغلیو د تورونو له کبله د ۲۰۲۳ کال د اګست راهیسې محبوس دی او په څو قضیو کې سزاګانې تیروي.