یونیسیف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق د جمعې په ورځ وویل چې دا انځور د فرانسوۍ عکاسې خبریالې ایلیس بلانچارډ لخوا د کابل په ختیځ کې په یوه لرې پراته کلي کې اخیستل شوی دی.
د یونیسف سرپرستې، د جرمني د ولسمشر میرمن، ایلکه بوډن بیندر وویل چې په افغانستان کې د ډیری نجونو لپاره ماشومتوب د زده کړې لپاره چې ددوی بدیهي حق دی مبارزه ده.
یونیسف وايي د هاجرې په نوم ددغې نجلۍ انځور د ملیونونو افغان نجونو خاموشه خو نه ماتیدونکي مقاومت څرګندوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له ثانوي زده کړو محرومې شوي دي.
طالبان وروسته لدې چې په ۲۰۲۱ کال واک ته ستانه شول پیل کې یې د شپږم ټولګي پورته نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه او وروسته یې د پوهنتونو دروازې هم د نجونو او ښځو په مخ وتړلې.
د نړیوال او کورني فشار سره سره تراوسه د طالبانو حکومت په دغې پالیسۍ کې د بدلون کومه نښه نه لیدل کیږي.