لسګونه افغانان د ایران په پوله کې له یخنۍ مړه شوي

په هرات ولایت کې یو شمیر ځايي سرچینې وایي، لسګونه افغانان، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دی.

په هرات ولایت کې یو شمیر ځايي سرچینې وایي، لسګونه افغانان د افغانستان او ایران پر پوله، د سړې هوا له امله مړه شوي دي.


دې سرچینو ازادي رادیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې دوی، غوښتل د اسلام‌قلعه له پولې په ناقانونه ډول ایران ته واوړي، چې د یخنۍ سختۍ څپې راګیر کړي او مړه شوي دي.

په هرات ولایت کې یو ټولنیز فعال قدوس خطیبي ازادي رادیو ته وویل، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د ډسمبر په ۱۸مه رامنځته شوې او په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
نوموړي د جمعې په ورځ، د دسمبر په ۱۹مه، ازادي رادیو ته وویل:

«زموږ یو شمېر ګران هیوادوال چې د اسلام‌قلعه له پولې په ناقانونه ډول د ایران پر لور روان وو، له بده مرغه په لاره کې د واورې او سختې یخنۍ ښکار شول او مړه شول. یو شمېر کسان چې ژوندي پاتې شوي وو، ځانونه یې ایراني پوله ساتو ته ورسول او موضوع یې ورسره شریکه کړه، تر څو د نورو کسانو ژوند وژغورل شي او جسدونه را وایستل شي. په پیل کې ویل کېدل چې اووه کسان مړه شوي دي، خو له بده مرغه نن مازیګر خبر شوو چې د قربانیانو شمېر له دې زیات دی. یو ستر انساني ناورین رامنځته شوی او لا هم کره شمېر نه دی معلوم.»

په هرات ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې یو کارکوونکی هم چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

«له بده مرغه دا پېښه رامنځته شوې ده. نن مې په پوله کې له ځینو سرچینو سره خبرې وکړې. څو کسان مخکې تر دې چې ایران ته ورسېږي، د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي. یو شمېر نور، درې کسان، له پولې اوښتي وو چې له هغوی څخه دوه تنه مړه شوي او یو بل لا هم د تایباد په روغتونونو کې بستر دی. همدارنګه، د کهسان په مرکز کې نور جسدونه هم لیدل شوي چې یو یې په هماغه مرکز پورې اړوند دی او څو نور جسدونه شاوخوا سیمو ته لېږدول شوي دي؛ خو سرچینو وویل دا نه ده معلومه چې کومو کلیو ته وړل شوي دي. د ادرسکن په سیمه کې هم شاوخوا اووه کسان له همدې ستونزې سره مخ شوي دي.»

همدارنګه، د ایران په تایباد ښار کې هم یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي رادیو ته ویلي چې د هغو لسګونو افغان کډوالو جسدونه، چې د سړې هوا له امله مړه شوي دي، د دې ښار سړو خونو او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

که څه هم په راپور که مرکه شوې سرچینې وايي، د مړو کره شمیر نه دی معلوم خو تایدوي چې لسګونو ته رسېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه او د ایران حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د مړو شویو کسانو له کورنیو سره هم خبرې وکړي، خو بریالۍ نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته په وروستیو څو کلونو کې، په افغانستان کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو له امله، ایران ته د افغانانو کډوالي ډېره شوې ده.

هر کال زرګونه افغانان په خطرناکو او قاچاقي لارو، په ځانګړي ډول د هرات ولایت د اسلام‌قلعه له پولې، هڅه کوي ایران ته ولاړ شي؛ هغه لاره چې د انسان‌انو د قاچاق کونکو د شتون، د لومړنیو اسانتیاوو د نشتوالي او د سختو طبیعي شرایطو له امله، تل د کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.

داسې مهال چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) وایي، د روان میلادي کال له پیل څخه د دسمبر میاشتې تر ۱۳مې پورې، له ایران څخه تر یو میلیون او اته سوه زرو زیات افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي، چې له دې ډلې تر یو میلیون او دوه سوه زرو ډېر کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.

دې پراخو ایستنو ترڅنګ، یو شمیر افغان کډوالو په وار وار ازادي رادیو ته ویلي چې په ایران کې له ناوړه چلند او د بنسټیزو خدمتونو، لکه زده‌کړې او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

خو افغانستان کې د معیشتي فرصتونو نه شتون لامل شوی چې د دې هېواد یو شمېر وګړي، د شته خطرونو او ستونزو سره سره، بیا هم ایران ته کډوالۍ او هلته اوسېدو ته غاړه کېږي.