ازبکستان وايي، په ۲۰۲۵ کال کې ازبکستان ته تر ټولو ډېر تجارتي سفرونه افغانانو کړي دي.
د ازبکستان د ملي احصایې ادارې د خپرو شوو شمېرو له مخې، افغان وګړو د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هر بل بهرني هېواد د اتباعو پرتله ازبکستان ته ډېر سوداګریز سفرونه کړي دي چې دا پر روانو اقتصادي ستونزو سربېره په سیمهییزه سوداګرۍ کې د دغه هېواد د پراخېدونکي رول څرګندونه کوي.
د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له میاشتې تر اکتوبر پورې شاوخوا ۳۳۹ زره او ۵۸۵ افغانان تر ډېره د سوداګرۍ، تجارتي تبادلو او نورو اقتصادي فعالیتونو لپاره ازبکستان ته داخل شوي دي.
په دې سره افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې ځای نیولی چې ازبکستان ته سوداګریز مسافر لېږي. دا شمېر د تاجکستان پرتله، چې یوازې څه باندې ۱۶ زره سوداګریز سفرونه یې ثبت کړي، ډېر لوړ دی، په داسې حال کې چې له ترکمنستان، روسیې او قزاقستان څخه ازبکستان ته تللي سوداګریز مسافر لا هم ډېر کم دي.
د ازبکستان د ملي احصایې ادارې پر اساس، دې هیواد په وروستیو کلونو کې د ویزو قوانین اسانه کړي او د ترانزیټ لارې یې پراخې کړې دي، څو له ګاونډیو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي. د دغو پالیسیو تر ټولو ډېره استفاده افغان سوداګرو کړې ده.