د بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ژور بشري بحران د هغو کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخوي، چې په زور دې هېواد ته بېرته ستنېږي.
د بشري حقونو دې بنسټ پرون (جمعه) په یوه بیان کې ویلي، د دې ترڅنګ چې د طالبانو له لوري د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې دي، په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو او ځینو اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د وروستیو شمېرو له مخې، یوازې ایران او پاکستان روان کال تر ۲.۶ میلیونه زیات افغان کډوال له خپلو هیوادونو ایستلي دي، چې نژدې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
سربېره پر دې، زرګونه نور افغانان هم له ترکیې او تاجکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د بشري بحران لا خرابېدا، د لومړنیو خدمتونو سخت کمښت، پراخې بېکارۍ او د طبیعي پېښو ناوړه پایلو، د بېرته ستنېدونکو لپاره د جدي زیان او خطر کچه لوړه کړې ده.