د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د افغانستان د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی او په وزیرستان کې یې پر پاکستاني پوځیانو د حملې له کبله خپل احتجاج ورسپارلی دی.
دې وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي کمپ برید شوی او څلور پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې برید له کبله د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی او سخت احتجاج یې ورسپارلی دی. پاکستان پر طالبانو تور ولګاوه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوالو ته اجازه ورکوي چې له افغان خاورې څخه په ازاده توګه فعالیت وکړي او د پاکستان دننه خونړي بریدونه ترسره کړي.
پاکستاني چارواکو دا برید په سختو ټکو وغانده او ویې ویل چې دا حمله د ټي ټي پي د ګل بهادر د ډلې د وسلهوالو لهخوا شوې ده. د پاکستان په وینا، دا پېښه یو ځل بیا د دې څرګندونه کوي چې افغانستان د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.
تر دې مخکې پرون پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو په قول ویلي و چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په بویا سیمه کې پر یوه امنیتي پوځي اډه د وسلوالو په برید کې څلور بریدګر وژل شوي دي.
د پولیسو د چارواکو په وینا، بریدګرو د اډې انګړ ته له ننوتلو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې چې له هغې وروسته نښته رامنځته شوه او په ترڅ کې یې ټول څلور بریدګر ووژل شول. د دې پېښې پر مهال څلور امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.