هبیتات: په افغانستان کې د کثافاتو په اړه بې غوري د خلکو روغتیا ته ناوړه پایلې لرلی شي

د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کثافاتو د مدیریت په تړاو بې غوري د خلکو پر روغتیا ناوړه پایلې درلودلی شي.

اجمل د کابل د څلورمې ناحیې اوسیدونکی دی چې په خپله سیمه کې د کثافاتو د زیاتېدو له امله شکایت لري.

ده د جمعې په ورځ «د فوس په ۲۸مه» ازادي راډیو ته وویل چې له یوې خوا، په کابل کې نفوس ډیر دی، او له بلې خوا خلک خپل کثافات په سم ځای کېنه اچوي:

"ځینې خلک کثافات د خپلو کورونو مخې ته او د سړک په غاړه اچوd، همدا اوس په سرسبزي څلور لاره کې د سړک په غاړه د میوو مارکیټ ته څېرمه ډیر کثافات شته، همدې کثافاتو خلک ناروغان کړي دي، په کابل کې نفوس ډیر دی، د کابل ښاروالۍ ورته نه رسېږي، خلک هم باید نظم مراعات کړي او خپل کثافات د سړک په غاړه ونه غورځوي."

د یو شمیر ولایتونو اوسیدونکي هم وايي ورته ستونزې سره مخ دي.

د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اوسیدونکي صبغت الله ازادي راډیو ته وویل:

"دا کثافات دانۍ چې زموږ په سیمه کې نصب شوي د ښاروالۍ لخوا ې په سمه توګه نه مدیریت کېږي، خو د صفایي په نوم له کورونو ډیرې پیسې اخلي، که کثافات زیات شي، څوک نه وي چې کثافات دانۍ خالي کړي، چې دا خلکو ته ناروغۍ پیدا کوي او یوه جدي ستونزه ده."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) هم خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کثافاتو مدیریت کې بې غوري د خلکو روغتیا جدي ستونزو سره مخ کولای شي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ «د قوس په ۲۷مه» په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکي چې په افغانستان کې د کثافاتو مدیریت، په ځانګړي ډول په غیر رسمي او ګڼ میشتو ښاري سیمو کې یوه حیاتي مسله ده.

«یو ان هبیتات»زیاته کړې چې دا ننګونه په ښاري غیر رسمي سیمو کې ډېره ده.

دې ادارې د سالمو ښارونو او ټولنو لپاره د هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

هڅه مو وکړه چې د کابل ښار د پاکوالي او کثافاتو ته یې د پاملرنې په اړه د کابل ښاروالۍ د ویاند نعمت الله بارکزي نظر هم ولرو، خو نوموړي د راپور تر خپریدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

ډاکټران وايي، په یوه ځای کې د کثافاتو راټولېدل خلکو ته بېلابیلې ساري ناروغۍ پیدا کلای شي.

د انتاني روغتون د ساري ناروغیو د څانګې متخصص ډاکټر فریدالله عمري ازادي راډیو ته وویل:

"په سیمو کې د کثافاتو زیاتوالی د ساري یا انتانپ ناروغیو لکه اسهال، کولرا، محرقې او زېړي د رامنځته کیدو لامل کیږي، که کثافات دانۍ په وخت خالي نه شي او کثافات زیات شي، د نورو انتاني ناروغیو لکه د ملاریا او ډینکې ماشو د تکثیر او ودې لامل به هم شي."

دی ټینګار کوي چې کثافات په یوه ځای راټولېدل د بد بوی او تعغن لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (یو ان هبیتات) د روان کال په نومبر میاشت کې هم په افغانستان کې د کثافاتو او اوبو مدیریت د بې غورۍ له امله د خطرونو د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی و.

دې ادارې ویلي وو چې افغانستان د چاپیریال د تخریب له زیان سره مخ دی.

«بو ان هبیتات» ټینګار کړی و چې د کثافاتو او اوبو ناسم مدیریت او د شنو سیمو نشتوالي د خلکو روغتیا له ګواښ سره مخ کړې ده.

د ملګرو ملتونو دې ادارې سپارښتنه کړې و چې د هدفمند ښاري پلان جوړونې او ټولنیزو اقداماتو له لارې، چاپیریال خوندي او د خلکو د ژوند کیفیت ښه کیدای شي.

یو شمیر چاپیریال پوهانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د ښاري وضعیت د ښه کولو لپاره، د کثافاتو او اوبو د مدیریت لپاره د منظم پلان شتون، شنې سیمې پراخول، او خلکو ته د چاپیریال د پاک ساتنې په برخه کې عامه پوهای او روزنه ورکول ډېر اړین دي.