په فرانسه کې یو ډاکتر، چې ۳۰ ناروغان یې مسموم کړي وو، په عمرقید محکوم شو

د فرانسې په ختیځ کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ یو پخوانی ډاکټر د عمر قید په سزا محکوم کړ.

د فریدریک پیشیې په نوم د بېهوشۍ ډاکتر د ۳۰ ناروغانو د مسمومولو په قضیه کې مجرم وپېژندل شو؛ له دې ډلې ۱۲ تنه مړه شوي دي.

د ۵۳ کلن فریډریک پېشیې محاکمې ۱۵ اوونۍ دوام وکړ، او محکمې د روانې اوونۍ د دوشنبې له ورځې د سزا پر ټاکلو غور کاوه.

د سزا ټاکلو درې ورځې وخت ونیوه، ځکه محکمې ضروري وبلله چې د مسمومولو د ۳۰ جلا جلا قضیو په اړه په انفرادي ډول پرېکړه وکړي. په دغو پېښو کې ۱۲ کسان مړه شوي او ۱۸ نور ژوندي پاتې شوي دي.

د محکمې د معلوماتو له مخې، دغه جنایي کړنې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د فرانسې د بېزانسون ښار په دوو خصوصي کلینیکونو کې شوې دي. د قربانیانو عمرونه له ۴ کلونو څخه تر ۸۹ کلونو پورې وو.