امریکایي ستورمزلي سپوږمۍ ته درومي

د امریکا ولسمشر تایید کړه چې غواړي څومره ژر ممکن وي، ستورمزلي سپوږمۍ ته واستوي او مریخ ته یې احتمالي ماموریتونه د اوس لپاره شاته کړي دي.

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه اجرایي فرمان کې وویل چې غواړي د ناسا د «آرتمیس» پروګرام له لارې، چې د هغه د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې پر مهال پیل شوی و، تر ۲۰۲۸ کال پورې امریکایي ستورمزلي سپوږمۍ ته ولاړ شي.

په دې فرمان کې راغلي چې دا ډول د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کېدل به په فضا کې د امریکا مشري ثابته کړي، د سپوږمۍ د اقتصادي پراختیا بنسټ به کېږدي، د مریخ د سفر لپاره به چمتووالی ونیسي، او د امریکایي محققانو راتلونکي نسل ته به دا سفر یو الهام شي.

په فرمان کې دا هم ویل شوې دي چې د امریکا فضایي تحقیقاتي اداره( ناسا) هیلمنه ده چې تر دوه زره دیرشم کال پورې په سپوږمۍ کې د دایمي اوسیدو لومړني ګامونه واخلي او د سپوږمۍ په مدار کې د اټومي بټیو د ځای پرځای کیدو پر پلانونو غور وکړي.

فرانس پریس اژانس څرګندوي چې اوسنی پلان دا دی چې امریکایان د دوه زره اووه ویشتم کال تر نیمایي پورې د ( ارتمیس-۳) ماموریت له لارې د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شي، خو ورته پلان مخکې هم جوړ شوی و او بیا څو ځله وځنډیده. خو د یوشمیر متخصصینو په باور ښايي دا ماموریت یو ځل بیا هم وځنډېږي، ځکه هغه فضایي بیړۍ چې د سپوږمۍ پر غولي انسانان ښکته کوي او د ایلن ماسک « سپیس ایکس» شرکت یې جوړوي تر اوسه چمتو شوې نه ده. بل لور ته د ولسمشر ټرمپ اجرایي فرمان هم پر ناسا او هم پر خصوصي فضایي سکتور فشار زیاتوي چې ټاکلي اهداف پوره کړي.

متحده ایالات غواړي له چین څخه مخکې شي، ځکه چین هم اراده لري تر ۲۰۳۰ کال پورې سپوږمۍ ته عمله واستوي او هلته اډه جوړه کړي.

د سپوږمۍ ماموریت ته لومړیتوب ورکول د هغه څه پر خلاف دي چې ټرمپ د روان کال په پیل کې ویلي و.

کله چې هغه په جنورۍ میاشت کې بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شو، ویې ویل چې غواړي د خپلې څلور کلنې دورې تر پای مخکې په مریخ کې د امریکا بیرغ ولګوي، پرته له دې چې د سپوږمۍ ماموریت ته اشاره وکړي.

خو اوس، سره له دې چې واشنګټن له ډېرې مودې راهیسې وایي غواړي لومړی هېواد وي چې انسانان مریخ ته واستوي، دا هدف لا هم ډېر لرې ښکاري.

د جون په میاشت کې د ټرمپ او ایلان ماسک ترمنځ اختلاف، چې ماسک د مریخ د سپړنې سخت پلوی دی، او همدارنګه نورې مهمې نړیوالې سیاسي ستونزې ښايي د ټرمپ فضايي هیلې بدلې کړې وي.