د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت د پنجشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۸مه د (RND) په نوم یوې جرمنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې د جرمني ځواکونو د شل کلن حضور پر مهال یې له دې هېواد له ادارو او بنسټونو سره همکاري کړې ده، همدارنګه هغه کسان هم په کې شته چې د بشري حقونو په برخه کې یې فعالیت درلود او د «فدرال د بیا مېشتېدو پروګرام» په چوکاټ کې ثبت شوي دي.
د ښاغلي دوبرینت په وینا، دا مهال ۴۶۰ کسان چې د فدرال د بیا مېشتېدو پروګرام او ۷۵ نور کسان چې د سیمه یز استخدام په پروګرام کې شاملېږي، په پاکستان کې دي، او هڅه کېږي چې د امکان تر بریده د دسمبر په میاشت کې جرمني ته ولېږدول شي؛ خو په وینا یې، کېدای شي د ځینو دوسیو ارزونه راتلونکي میلادي کال ته وځنډېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په څو ځلي اعلان کړی چې هغه کسان چې نورو هېوادونو ته د پناه غوښتنې کیسونه لري، باید د روان کال تر پایه دغه هېواد پرېږدي، کنه نو افغانستان ته به ستانه کړل شي.
د جرمني (RND) رسنۍ په راپور کې دغه شان په بوندستاګ کې د زرغون ګوند د کورني سیاست ویاند مارسل اِمریش له قوله ویل شوي، هغه افغانان چې په پاکستان کې د انتقال په تمه دي، افغانستان ته د شړل کېدو له جدي خطر سره مخ دي.
هغه ټینګار کړی چې همدا کسان وو چې د جرمني ځواکونو حضور یې ممکن کړی و، او طالبانو ته یې پرېښودل، د ده په خبره، یو بېرحمانه او ظالمانه چلند دی.
په ورته ورته وخت کې، یو شمېر افغان کډوال چې د جرمني د بیا مېشتېدو رسمي ژمنه یې ترلاسه کړې، وايي پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ښه نه دی او د جرمني حکومت باید ژر تر ژره د دوی د انتقال لپاره اقدام وکړي.
له دې کډوالو څخه یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل:
"موږ ټول اندېښمن یو، ځکه وخت ډېر کم پاتې دی او هغه لېږدونه چې باید ترسره شوې وای، لا تر اوسه نه ده شوې. د افغانانو ډېر شمېر لا هم پاتې دي. موږ هم د جبري ایستلو یا افغانستان ته د ډیپورټ کېدو له خطر سره مخ یو. "
همدارنګه، یو بل افغان کډوال چې ده هم نه غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي او په خبره یې د جرمني د بیا مېشتېدو رسمي ژمنه یې ترلاسه کړې، ازادي راډیو ته په لیکلي پیغام کې ویلي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې دوه ځلي د پاکستان د پولیسو له خوا نیول شوی او د پیسو په بدل کې خوشې شوی دی.
ده زیاته کړې چې که جرمني ژر د دوی د انتقال په برخه کې اقدام ونه کړي، نو افغانستان ته به واستول شي او له نامعلوم برخلیک سره به مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې یو شمېر افغان کډوالو چې کلونه یې په پاکستان کې جرمني ته د انتقال په تمه تېر کړي، ازادي راډیو ته ویلي وو چې د جرمني له حکومته یې د پناه غوښتنې د رد یا نه منل کېدو برېښنالیکونه ترلاسه کړي دي.
دوی ویلي وو چې د MRL په نوم د کډوالۍ او حقوقي دوسیو لرونکي وو.
په دې کې ډېر هغه کسان شامل دي چې د جرمني حکومت له لوري ورته د منلو یا بشري انتقال ژمنه شوې وه، خو د انتقال ورستی پړوا یې له ځنډ یا بیاکتنې سره مخ شوی وي.
خو جرمني (RND) رسنۍ پنجشنبه د دسمبر په ۱۸مه په خپل تحلیلي راپور کې ویلي چې په پاکستان کې ۶۵۱ افغان کډوالو ته له دې امله منفي ځواب ورکړل شوی چې «نور د هغوی د منلو لپاره هېڅ سیاسي لېوالتیا نشته».
په راپور کې ویل شوي، دا کسان هغه دي چې یوازې یې د منلو یوه ژمنه یا ابتدایي تایید ترلاسه کړی و، خو دې منلو لا حقوقي او الزامي بڼه نه وه خپله کړې او د جرمني حکومت په رسمي او قانوني ډول د دوی منلو ته ځان ژمن نه و ګڼلی.
د جرمني حکومت په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ځانګړو پروګرامونو په چوکاټ کې هغو افغانانو ته چې له خطر سره مخ و، لکه د پخواني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او زیانمنې کورنۍ، د منلو ژمنې کړې وې.
خو د روان کال په مې میاشت کې په جرمني کې د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د افغان کډوالو د منلو او انتقال بهیر له ځنډ سره مخ شوی دی.
د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، په برلین کې د حکومت له بدلون وروسته، هغه افغانان چې جرمني ته د بیا مېشتېدو ژمنه یې ترلاسه کړې، تر اوسه په پنځو پلان شویو الوتنو کې د پاکستان له پلازمینې اسلاماباد د جرمني هانوفر ښار ته انتقال شوي دي؛ خو سره له دې هم، نږدې ۱٬۹۰۰ افغانان لا هم په هغه هیواد کې جرمني ته د انتقال په تمه دي.