د روسیې او اوکراین پلاوي امریکا ته روان دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه ویاند دیمیتري پیسکوف

کرملین وایي چې د امریکا له متحد ایالتونو سره تماسونه ټینګوي چې پوه شي چې واشنګتن له اروپایي چارواکو، همداراز اوکرایني چارواکو سره په اوکراین کې د احتمالي سولې په تړاو څه ویلي دي.

د یوشمیر راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې چارواکي به د شنبې یا یکشنبې په ورځو په میامي کې سره وګوري او د روسیې په پلاوي کې به په اقتصادي چارو کې د ولسمشر ولادیمیرپوتین ځانګړی استازی کاریل دمیترییف شامل وي.

کله چې د میامي د غونډې په اړه د کرملین له ویاند دیمیتري پیسکوف څخه خبریالانو د پنجشنبې په ورځ پوښتنه وکړه، هغه وویل چې موږ له امریکایي لورې سره تماسونه ټینګوو چې دوی له اروپایانو او اوکرایانو سره د خبرو پرمهال څه نتیجو ته رسیدلې دي.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې متحد ایالتونو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هم له مسکو سره، هم له کیف سره او هم له اروپایي مشرانو سره خبرې کړې دي خو کومې ځانګړې موافقې ته نه دې رسیدلي.

بل لور ته د چهارشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، که چیرته کییف او اروپایي مشران د واشنګتن د سولې له پلان سره موافقې ته نه رسیږي، روسیي ځواکونه به په زوره له اوکرایني پوځیانو نورې سیمې لاندې کړي.

اروپایي مشرانو ویلي دي چې دوی به د کییف د دریځ ملاتړ وکړي که چیرته روسیه په اوکراین کې بریالۍ شي، ځکه چې بیا دا اندیښنه شته چې روسیه بله ورځ د ناټو پر یوه غړي هیواد برید وکړي. کرملین بیا بیا دا ادعاوي رد کړې دي چې روسیه د ناټو پر کوم غړي هیواد حمله کوي.

روسیې د اوکراین د خاورې څه باندې نولس په سلو کې مځکه لاندې کړې ده چې په دې کې د کریمیا ټاپوزمه هم شامله ده چې په دوه زره څوارلسم کال کې یې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

بل لور ته ټاکل شوې ده چې د اوکراین یو پلاوی د جمعې او شنبې په ورځو د امریکا د متحد ایالتونو په میامي کې له امریکایانو سره په اوکراین کې د جګړې د ختمیدو په تړاو خبرې وکړي. د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره د امریکا له طرحې سره چې اوکراین دې د خپلې خاورې له ځینو برخو تیر شي، کییف موافق نه دی او له خپلو اروپایي متحدانو سره یې هڅې پیل کړې دي چې په دې طرحه کې تغییرات راشي.