په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو مدافع بنسټ د افغان ایوک ویلي د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانانو لباره د کډوالۍ د ځانګړو SIV ویزو د سفر د بندیز معافیت لغوه شوی دی.
د دې بنسټ مشر شان وندایور د چهارشنبې په ورځ د ډیسمبر ۱۷ مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دا معافیت د دسمبر په ۱۶مه، وروسته له هغې لغوه شو چې د امریکا ولسمشر یو شمېر نور هېوادونه هم د سفر د بندیز لېست ته ورزیات کړل، او په عملي ډول دغه کسان امریکا ته له سفره منع شول.
د اعلامیې له مخې دغه راز د کورنیو د نژدې غړو د یو ځای کېدو بهیر هم لغوه شوې او د ایس ای وي ویزه لرونکي نور نه شي کولای د خپلې کورنۍ لومړۍ درجه غړي امریکا ته وروغواړي.
خو سپینې ماڼۍ ویلي، دا فرمان د کورنیو د اړیکو پر بنسټ د کډوالۍ د ځانګړو ویزو پراخه معافیت چې د درغلیو د ثابتو شویو خطرونو سره مخ دی محدودوي.
په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې الیزابت سټیکنې د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو د افغان ایواک بنسټ مشر شاون وندایور ویلي چې د دې معافیت لغوه کېدل «یو قصدي اقدام دی چې سمدستي بشري پایلې لري» او دا به د لا ډېرو کورنیو د جلا کېدو، د کډوالو د سرګردانۍ او د امریکا د متحدانو، په ځانګړي ډول هغو افغانانو ته زیان ولري چې د امریکایي ځواکونو او ډیپلوماټانو تر څنګ یې کار کړی دی.
دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې دا اقدام د امریکا د کډوالۍ له تاریخي اصولو، په ځانګړي ډول د کورنیو د یوځای کېدو له اصل سره په ټکر کې دی، او د دې فرمان د جدي بیاکتنې او بېړني لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
سپینه ماڼۍ بیا ټینګار کوي چې د دې فرمان موخه «د ملي امنیت ساتنه، د کډوالۍ د قوانینو تطبیق او د احتمالي ګواښونو مخنیوی» دی.
په ورته وخت کې یو افغان کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په ایس آی وي ویزه امریکا ته تللی خو د ډونالډ ټرمپ نوی فرمان د هغه د کورنۍ د غړو، چې لا هم په افغانستان کې دي، د برخلیک په اړه سخت اندېښمن کړی دی.
د پخوانیو قوانینو پر بنسټ مې حق درلود چې خپله میرمن او ماشومان هم په قانوني ډول دلته راولم، خو دغه وروستي فرمان له موږ نه دا حق واخیست
"څو کاله وړاندې امریکا ته په قانوني ډول راغلی یم، د پخوانیو قوانینو پر بنسټ مې حق درلود چې خپله میرمن او ماشومان هم په قانوني ډول دلته راولم، خو دغه وروستي فرمان له موږ نه دا حق واخیست، اوس حیران یو څه وکړو، هلته مې کورنۍ په بد وضعیت کې ده، او ژوند یې په خطر کې دی او دلته دا فرمان موږ ډېر سخت اندېښمن یو."
دغه راز په پاکستان کې میشتې یو افغانې پناه غوښتونکې چې د ایس ای وي کیس لري د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د ټرمپ نوي فرمان د دوی اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي.
"موږ له کلونو راهیسي په پاکستان کې له له سختو ستونزو سره مخ یو، وروستیو پرېکړو موږ اندېښمن کړي یو، خو د ډونالډ ټرمپ تازه فرمان زموږ په هیلو بیخي خاورې واړوي، اوس نه پوهیږو چې زموږ او زموږ د کورنۍ راتلونکی به څنګه کیږي. "
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي فرمان له مخې، چې سې شنبه د ډیسمبر ۱۶ مه لاسلیک شود ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه پلی کېږي.
په دې فرمان کې د پنځه هیوادونو سوریې، جنوبي سوډان، نایجر، مالي او بورکینافاسو وګړي او د فلسطیني ادارې له لوري صادر شويو سفري اسنادو لرونکي کسان د امریکا خاورې ته له ننوتلو منع شوي.
په فرمان کې راغلي چې دا محدودیتونه امریکا ته د هغو بهرنیو اتباعو د ننوتلو د مخنیوي لپاره وضع شوي چې د هغوی په اړه د احتمالي ګواښونو د ارزونې لپاره کافي معلومات نشته.
دغه دا فرمان راز د بهرنیو حکومتونو د همکارۍ د جلب، د امریکا د کډوالۍ د قوانینو د تطبیق، د ملي امنیت، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د بهرني سیاست د نورو مهمو موخو د پرمخ وړلو لپاره دي.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن دي سي کې د رحمان الله لکڼوال په نوم د افغان کډوال په برید کې چې د امریکا د ملي ګارد یوه غړې په کې ووژل شوه، د ټرمپ ادارې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.
ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې متحده ایالاتو ته به د «دریېمې نړۍ له ټولو هېوادونو» څخه کډوالي په دایمي ډول بنده کړي.
د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې (USCIS) هم د نومبر په ۲۸مه اعلان وکړ چې د ۱۹ هیوادونو د اتباعو چې دغه هیواد ته کډوال شوي ګرین کارتونه به بیا وڅېړي.
افغانستان هم د دې هیوادونو په ډله کې دی.
د افغانانو لپاره د ویزو د د ورکولو د بهیر د درولو پرېکړه داسې مهال شوې چې لا هم زرګونه افغانان د امریکا د کډوالۍ د ویزو په تمه دي.
په دغو کسانو کې د امریکایي ځواکونو پخواني افغان همکاران، د پخواني جمهوري نظام سرتېري، خبریالان، د بشري حقونو فعالان او ګڼ نور کسان شامل دي، چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي.