په افغانستان کې د د فقر او بې وزلۍ د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سیف د چلډرن) خبرداری ورکړی چې سږ کال ژمی په دې هیواد کې له يو په دریمې برخې زیات ماشومانو له شدیدې لوږې سره مخ دی.
دې سازمان په یو راپور کې چې سې شنبه د ډسمبر په ۱۶ مه یې خپور کړی ویلي دا شمېر د تېرکال په پرتله ۱۸ سلنه زیاتوالي ښيي او دا حالت د دې څرګندونه کوي چې د مرستو د زیاتوالي بېړنۍ اړتیا شته ځکه د دې سازمان په خبره د بودجې کمښت ژوند ژغورونکو تغذیوي فعالیتونو ته جدي ګواښ پېښ کړی دی.
په راپور کې راغلي د ( د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د درجه بندۍ ) یا IPC د نویو معلوماتو او تحلیل پر بنسټ به د ۲۰۲۶ کال له مارچ میاشتې مخکې شاوخوا ۳۶ سلنه افغان ماشومان چې شمېر به یې له ۹ میلیونو زیات وي د لوږې له بحراني کچې سره مخ شي.
د سیف ده چلډرن د راپور پر بنسټ اوس مهال نږدې ۳.۷ میلیونه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي؛ داسې مهال چې تېر کال دا شمېر ۳.۵ میلیونه و.
دغه راز اټکل شوی چې شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې به د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
سیف د چلډرن ویلي په افغانستان کې د دوی روغتیايي تغذیوي مرکزونوته سږ کال د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکوونکو میرمنو د منځنۍ کچې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ورتک شمېر د روان کال د جنورۍ او اکتوبر د میاشتو په پرتله ۱۳ سلنه زیات شوی دی.
د راپور په ټکو د ناروغانو دا زیاتوالی داسې مهال رامنځته شوی چې د بودجې کمښت ښايي د هغو ضروري تکمیلي خوړو اندازه راکمه کړي چې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره کارېږي، او که نوې نړیوالې مالي سرچینې برابرې نه شي، تر ۳۸ زره پورې ماشومان او میندې چې اوس یې سیف د چلډرن ملاتړ کوي له خطر سره مخ شي.
په راپور کې خبرداری ورکول شوی د بودجې د کمښت له امله به په افغانستان کې کې یوازې شاوخوا ۱ میلیونه کسان د خوړو مرستې ترلاسه کړي، چې دا د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله نږدې شپږ برابره کم دي، په داسې حال کې چې اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي
سیف د چلډرن ویلي د خوارځواکۍ پېښې عموماً د ژمي په موسم کې زیاتېږي، ځکه یخ موسم د بدن دفاعي سیستم کمزوری کوي او د تنفسي ناروغیو، لکه سینهبغل، د زیاتېدو لامل ګرځي. همدارنګه په ژمي کې د والدینو لپاره د کار موندلو فرصتونه کمېږي او د خوړو او سون توکو بیې لوړېږي.
په همدې حال کې یو شمېر بې وزله افغان وګړي وايي له سختې بې کارۍ سره مخ دي او ان وخت ناوخت یې ماشومان د شپې له لوري په ولږه ویده کیږي.
د ختیځ ننګرهار یوه اوسېدونکې محمد خان چې په خبره یې د اوه کسیزې کورنۍ سرپرست دی او دا په لاسې کراچۍ کار کوي نه شي کولای خپلو ماشومانو ته نفقه برابره کړي.
(تراوسه مې شل افغانۍ ګټلي دي، په دې به څه وکړم، دا خو زما د غرمې د ډوډۍ هم نه کیږي، یو وخت چې وخورو د بل وخت درک نه وي، دا دوه درې ورځې کیږي چې ماشومان په نهره ګرځي، اوبه شته خو ډوډۍ نشته، وړه او غوړي هم ګران دي ان د ترکارۍ د اخیستلو توان لا نه لرو.)
د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکې عابد الله ازادي راډيو ته وویل:
(کار روزګار نشته، په دې وطن کې هیڅ کار نشته، د شپې چې کور ته تش لاس لاړ شو، ماشومان ډوډۍ غواړي زه ورته وایم الله ته صبر ورکړئ، نه په دې وطن کې زړه سوی شته او نه کار، قسم درته کوم چې بیګاه دوه وچې ډوډۍ وې او موږ نهه کسان وو، ما هیڅ ونه خوړل او په نهر ویده شوم.)
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د بې کارۍ او بې وزلۍ د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.
دغه شان د روان دسمبر په ۱۵ مه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی وو چې دا ژمی به په افغانستان کې تر ۱۷ میلیونو زیات کسان له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخامخ شي.
دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې، د خوړو د امنیت د تازه راپور پر بنسټ ویلي چې له شدیدې لوږې سره د مخامخ کسانو شمېر د تېر کال پرتله درې میلیونه زیات شوی دی. تېر کال دا شمېر ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره کسانو ته رسېده.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز خبرداری ورکړی چې د ماشومانو خوارځواکي مخ پر زیاتېدو ده او اټکل کېږي چې راتلونکی کال نژدې څلور میلیونه ماشومان تر اغېز لاندې راولي.
سیف ده چلډرن ویلي اوس مهال افغانستان په خپلو کمزورو سرچینو نور فشارونه هم تجربه کوي.
داسې مهال چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسي له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲ عشاریه ۴ ملیونه کډوال راستانه شوي او نږدې ۵ لکه نور کسان د افغانستان په ختیځ کې له ویجاړونکو زلزلو وروسته مرستو ته اړتیا لري.