د استرالیا چارواکي وایي لومړني شواهد ښيي چې د سیډني په بوندای ساحل کې د برید عاملانو د داعش په نوم د ډلې له ایډیالوژۍ څخه الهام اخیستی و.
د استرالیا صدراعظم، انتوني البانیزي، د سېشنبې په ورځ (۲۵ قوس) د سیډني اېبيسي سیډني چاینل ته په مرکه کې وویل: «داسې ښکاري چې د دې برید انګېزه د اسلامي دولت ایډیالوژي وه»—هغه ایډیالوژي چې د نوموړي په وینا «پر کرکې ولاړه ده او په دې مورد کې یې د ډلهییزو وژنو لپاره چمتووالی نیولی و.»
هغه ټینګار وکړ چې د استرالیا حکومت له یهوددښمنۍ سره د مبارزې لپاره روښانه هدف لري او «هر هغه څه به وکړي چې په وس یې پوره وي» څو دا پدیده له منځه یوسي.
دا برید د یکشنبې په ماښام، د یهودي اختر «حنوکا» د پیل له مراسمو سره هممهاله او د څه باندې زرو کسانو د حضور پر مهال وشو. د شاوخوا لس دقیقو ډزو په ترڅ کې، لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
یو له بریدګرو، چې ۵۰ کلن سړی و، د پېښې په ځای کې د پولیسو په ډزو ووژل شو، او د هغه ۲۴ کلن زوی تر ټپي کېدو وروسته ونیول شو او روغتون ته ولېږدول شو.
پولیسو دواړه بریدګر—چې د استرالیايي رسنیو په وینا د پاکستاني الاصله دي، ۵۰ کلن ساجد اکرم او د هغه ۲۴ کلن زوی نوید اکرم معرفي کړي دي. ساجد اکرم، چې د پولیسو له لوري ووژل شو، په ۱۹۹۸ کال کې د تحصیلي ویزې له لارې استرالیا ته تللی و او د وسلې قانوني جواز یې درلود.