د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر: مادرید به طالبان په رسمیت و نه پېژني

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، خوزې مانویل آلبارس، وايي، هیواد به یې د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژني. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم «نامشروع» دی.

د هسپانیا د باندنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ (۲۱ قوس) په مادرید کې د افغان فعالانو په غونډه کې څرګنده کړه چې هسپانیا د افغان ښځو د حقونو ملاتړ ته ژمنه ده او د هغوی له مشارکت پرته په افغانستان کې رښتینې او دوامداره سوله ناشونې ګڼي.

هغه چې په مادرید کې «زموږ ږغ واورئ» په نوم د افغان ښځو په درېیمه ځانګړې ناسته کې خبرې کولې، وویل چې «هره هغه راتلونکې چې د پرمختګ اراده لري، د ښځو حضور ته اړتیا لري.»

ده په عین حال کې وویل چې مادرید د افغان ښځو د حقونو کلک ملاتړ کوي.

آلبارس په افغانستان کې د تېرو څلورو کلونو وضعیت د ښځو لپاره «ویجاړونکی» وباله.

هغه خبرداری ورکړ: «که افغان ښځې په خپلې مبارزې کې بریالۍ نه شي، نو په افغانستان او له هغې هاخوا د مساوات بنسټونه به کمزوري شي.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو کړنې به وڅېړل شي او باید د خپلو اعمالو په وړاندې ځواب‌ویونکي وي.