ولسي محکمې طالب مشران د بشر ضد جرمونو په تور محکوم کړل

د افغانستان د ښځو لپاره ولسي محکمې وویل چې د طالبانو مشرانو بشري ضد جرمونه کړي او د «جنسیتي ځورونې» په تور یې محکوموي.

دې محکمې خپله وروستۍ پرېکړه د پنجشنبې په ورځ، د قوس په ۲۰مه نېټه اعلان کړه.

دا محکمه چې د «دایمي ولسي محکمې »له لوري د اکتوبر له ۸مې تر ۱۰مې پورې د هسپانیا په مادرید ښار کې جوړه شوې وه، رسمي اجرايي صلاحیت نه لري، خو د ښځو شهادتونه، د بشري حقونو د فعالانو څرګندونې او د حقوقي کارپوهانو ارزونې راټولوي او مستندوي.

محکمې په خپل حکم کې وویل چې د وړاندې شويو څېړنو او شواهدو له مخې، ترسره شوې کړنې د افغانستان له عامه ژوند څخه د ښځو د لرې کولو د یوه منظم کمپاین برخه جوړوي.

یوشمېر افغان ښځو او نجونو تر دې وړاندې هیله څرګنده کړې وه چې د دې محکمې پرېکړه به د دوی غږ بیا نړۍ ته ورسوي او د طالبانو پر ضد به د نورو نړیوالو فشارونو زمینه برابره کړي.