شهباز شریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د طالبانو پر واکمنې ادارې فشار زیات کړي څو خپلې نړیوالې دندې، مکلفیتونه او ژمنې عملي کړي.

هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان څخه د ترهګرۍ نوې څپه راټوکېدلې چې ټولې نړۍ ته ګواښ پېښوي.

شهباز شریف « ۲۰۲۵ د سولې او باور نړیوال کال، د بې‌طرفۍ نړیوالې ورځې او په ترکمنستان کې د دایمي بې‌طرفۍ د ۳۰مې کلیزې» په اړه په جوړ شوي نړیوال فورم کې وویل چې د شخړو سوله‌ییز حل د پاکستان د بهرنۍ تګلارې اصلي ستنه جوړوي.

پاکستان تور پورې کوي چې د ټي ټي پي په شمول د دغه هیواد وسله والې مخالفې ډلې د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوړي خو د افغانستان د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي.

د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې هغه وخت لوی درز رامنځته شو کله چې د دواړو هېوادونو پوځونه د اکتوبر په میاشت کې د یوې اونۍ لپاره په سرحدي نښتو کې ښکېل شول.