په امریکا کې د دایمي استوګنې پروګرام «د ټرمپ طلایي کارت» رسماً پیل شو

په متحدو ایالتونو کې د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره د «ټرمپ طلایي کارت» پروګرام په رسمي ډول پیل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې بیا بیا یې د ځینو هېوادونو د وګړو له مهاجرت سره مخالفت څرګند کړی، د چهارشنبې په ورځ (د قوس ۱۹) اعلان وکړ چې د طلایي کارت ویبپاڼه فعاله شوې ده او ټول عواید به یې د امریکا خزانې ته داخلېږي.

په دې طلايي رنګه کارت باندې د امریکا د ازادۍ مجسمې ترڅنګ د ولسمشر ټرمپ تصویر چاپ شوی دی.

د حکومت له‌خوا د دې کارت بیه د هغو افرادو لپاره چې غواړي په امریکا کې دایمي استوګنه ترلاسه کړي یو میلیون ډالره ټاکل شوې، او د هغو شرکتونو لپاره چې غواړي خپل کسان په امریکا کې وساتي دوه میلیون ډالره اعلان شوي دي.

سپینې ماڼۍ د «ټرمپ طلایي کارت» د پروګرام د ویبپاڼې پته خپره کړې او په کې یې د غوښتنلیکونو آنلاین فورمې او د غوښتونکو د تابعیت او د زېږون ځای په اړه پوښتنې ځای پر ځای کړې دي.

دغه پروګرام داسې مهال په امریکا کې پیلېږي چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په ګډون د ۱۹ هېوادونو پر قانوني او غیرقانوني کډوالو فشارونه زیات شوي دي.