جرمني د سلګونو هغو افغانانو د بیا میشتولو لړۍ دروي چې مخکې یې ورسره ژمنه کړې وه

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې هېواد به یې نور هغه سلګونه افغانان بیا مېشتولو د پروګرام په لړ کې جرمني ته ونه لېږدوي چې ورسره د خوندي اوسېدو ژمنه شوې وه، ځکه نوی محافظه‌کار حکومت د کډوالۍ د محدودولو تګلاره سختوي.

د وزارت د ویاند په وینا، شاوخوا ۶۴۰ افغانان چې دا مهال په پاکستان کې جرمني ته د لېږدېدو په انتظار دي، نور به ونه منل شي.

په اغېزمنو کسانو کې هغه افغانان هم شامل دي چې د افغانستان د نړیوال ماموریت پر مهال یې د جرمني له پوځ یا دولتي ادارو سره کار کړی و.

ویاند وویل:

«هغوی به په راتلونکو ورځو کې خبر کړل شي چې د منلو لپاره یې نوره سیاسي اراده نه شته.»

د جرمني د باندنیو چارو وزارت ویاند پرون (پنحشنبې) په عین حال کې وویل چې یوازې هغه کسان به بیا هم جرمني ته راوستل شي چې «قانوني ژمنه» ورسره شوې وي.

جرمني د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو د بیامېشتولو پروګرامونه پیل کړل، څو په دې توګه هغه افغانان خوندي کړي چې له خطر سره مخامخ بلل کېدل.

د جرمني رسمي شمېرې ښيي چې د روان ۲۰۲۵ تر اپرېل میاشتې پورې شاوخوا ۴۰۰۰ پخواني ځايي کارکوونکي او د هغوی د کورنیو ۱۵۰۰۰ غړي جرمني ته لېږدول شوي دي.