ایران راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت په اړه سیمه‌ییزه ناسته جوړوي

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) وویل چې په دې ناسته کې به د افغانستان د ګاونډيو او سیمې د هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، دا ناسته له ګاونډیو هېوادونو او نورو سیمه‌ییزو لوبغاړو سره د مشورو پایله ده، او هیله یې څرګنده کړه چې دا ابتکار به د همکارۍ په پیاوړتیا او د کړکېچونو په کمولو کې مرسته وکړي.

د هغه په وینا، ناسته به په تهران کې ترسره شي، او په کې به د افغانستان لپاره د پاکستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي ګډون ولري.

دا ناسته د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ له څو نښتو وروسته جوړېږي.

بقايي زیاته کړه چې ایران د خپل شاوخوا چاپېریال امنیت او ثبات ته «اساسي اهمیت» ورکوي او هڅه کوي چې سیمه‌ییزې ترینګلتیاوې راکمې او د هېوادونو ترمنځ تفاهم زیات شي.

تر اوسه وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي چې آیا طالبان به په دې ناسته کې ګډون ولري که نه.