اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو د امنیت لپاره ۲۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان د خوړو د امنیت، تغذیې او د ټولنو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ۲۵ میلیون یورو ورکړي.

دا مالي مرسته به د خوړو د نړیوال پروګرام له لارې ولګول شي، څو د افغانستان د ځايي خوړو سیستمونه پیاوړي کړي، د تغذیې وضعیت ښه کړي، او کمزوري ټولنې د اقلیم د بدلون له اغېزو — لکه سېلونو او وچکالۍ — سره د مبارزې لپاره لا توانمنې کړي.

د اروپايي اتحادیې د افغانستان د ماموریت شارژدافېرې، ویرونیکا بوسکوویچ-پوهار وویل:

«د خوړو د نړیوال پروګرام لپاره د اروپايي ټولنې نوې مرسته زموږ د افغان ولس، په ځانګړي توګه د ښځو، ماشومانو او زیانګالو ټولنو په وړاندې دوامداره ژمنتیا ښيي.»

هغې زیاته کړه چې دا ملاتړ به په کرنه، تغذیې، روغتیا او اقتصادي پیاوړتیا متمرکز وي، چې کلیوالي ټولنې د اقلیمي بدلون د اوږدمهالو اغېزو پر وړاندې خپلې اقتصادي سرچینې خوندي کړي.