د امریکا متحد ایالتونو له تایلنډ او کمبودیا څخه وغوښتل چې په خپلو کې سمدستي له دښمنۍ لاس واخلي.
د تایلند او کمبودیا ترمنځ له درې ورځو راهیسې په سرحد کې نښتې روانې دي. تر اوسه لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او په سلګونو زره کسان مجبوره شوې دي چې د جګړو له ویرې له خپلو سیمو ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ وویل چې دغو دواړو هیوادونو په اکتوبر کې د ولسمشر ټرمپ په منځګړیتوب روغه جوړه وکړه او باید هغه تړون ته ژمن پاتې شي.
ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې دی به د تایلنډ او کمبودیا له مشرانو سره په ټیلفون هم خبرې وکړي چې له جګړې لاس واخلي.
کمبودیا او تایلند یو بل تورنوي چې جګړه یې پیل کړې ده، دواړو لوریو پر یوه بل د توپونو ډزې کړي او هوایي بریدونه یې کړې دي.