د ژمي په راتګ سره ناروغۍ ډېرې شوي؛ بیوزلې کورنۍ د ناروغانو د درملنې وس نه لري

یوه افغان ښځه د خپل ناروغ ماشوم له بستر سره

یو شمیر کابل ښاریان وايي، د ژمي په راتګ سره ناروغۍ ډیرې شوي، داسې مهال چې ډیرې دوی شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ او د درملنې وس نه لري. دوی زیاتوي چې، بې روزګارۍ سخت ځپلې دي. ډاکټران بیا د درملنې تر څنګ په وقایې هم ټینګار کوي.

ژمی، ناروغي او بې وزلي.

یو شمیر کابل ښاریان وايي، د ژمي په راتګ سره ناروغۍ ډیرې شوي داسې مهال چې ډیرې دوی شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ او د درملنې وس نه لري.

دوی زیاتوي چې، بې روزګارۍ سخت ځپلې دي.

د کابل د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی رحیم چې د خپلې شپاړلس کسیزۍ کورنۍ سرپرست او په پښو معلول هم دی یکشنبه د دسمبر په اوومه یې ازادي راډیو ته وویل، د کور تودولو وس نه لرو نو ځکه مې د کورنۍ غړي له یخه ټول ناروغان دي:

ناروغۍ زښته زیاتې شوي، د درملو او خوړو وسه نشته، ځکه چې کارونه نشته، خصوصاً زما په شان چا ته ډېره سخته ده، د کورنۍ د ۱۵ یا ۱۶ کسان مو یو هم له دې تبو، ټوخي او سینه بغل خلاص نه دي، خو څه وکړو د ډاکتر او درمل وس مو نشته.
د کابل یو اوسیدونکی رحیم

د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکې سحر هم ازادي راډیو سره خبرو کې ورته خبره وکړه:

«زموږ کور کې ماشومان ټول په ټوخي، تبې او ذکام اخته شوي، د دې ناروغیو لامل هم د هوا د ژر سړېدو او هم په کور کې د ګرمېدو سیسټم نشتوالی دی، اقتصادي ستونزو مستقیمه اغیزه کړې، د درملو برابرول ډاکتر ته تلل او ان یوه عادي معاینه پر کورنیو دروند مالي بار دی، ډېری کورنۍ اړې دي چې یا د خپلو ناروغانو درمله وځنډوي یا هم کورنیو چارو څخه ګټه واخلي ځکه د درملو د پیر توان څوک نه لري.»

دا کابل ښاریان داسې مهال د ژمي له رارسېدو، ناروغیو او بې وزلي شکایتونه کوي چې ځینې روغتیا پالان هم په دې ورستیو کې د هوا د سړېدو له امله معاینه خانو او روغتونونو ته په ډیر شمیر سره د ناروغانو د مراجعې او ورتګ خبره کوي.

د دسمبر په دریمه هم یو شمیر کابل ښاریانو او د روغتونونو مسوولینو ازادي راډیو سره په خبرو کې د ناروغیو د زیاتېدو خبره کړې وه او لامل یې دوی د کابل ښار ککړه هوا بللې وه.

روغتیاپالان د ډاکټر په مشوره د درملنې ترڅنګ د وقایې سپارښتنه هم کوي.

له دې ډلې د کابل په ابن سینا دولتي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر سفیر ځدران

ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

«خلک چې بیرون وځي ماښام نه وروسته اول خو دې نه وځي که وځي ماسکونه دې وکاروي، که موټرو کې وي ښیښې دې نه ښکته کوي، د کور کړکۍ دې بندې ساتي، دې موسم کې چې ویروسي ناروغۍ ډېرېږي، باید واکسیونونه وکړي، ځانونه ګرم او له سړو خوراکونو دې ځان وساتي، خپل ماشومان او سپین ږیري دې له سړو وساتي، ګرم خواړه لکه سوپ، چای او شېدې دې وڅښي، د دې ناروغیو وقایه تر درملنې ډېره مهمه ده.»

داسې مهال چې راپور کې مرکه شوي کسان وايي، نه د کور د تودولو وس لري او نه هم د ښو خوړو.

د یادونې ده چې د بې پولې ډاکترانو سازمان (ام اس اف) هم د «ډسمبر په ۴مه» په افغانستان کې په ځانګړې توګه شمال کې د مخنیوي وړ ناروغیو لکه سینه بغل، ذکام، نس ناستي او بېلابېلو نورو موسمي ناروغیو له امله د مړینې له لوړ خطر سره د افغانانو د مخامخېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه سازمان خپل راپور کې په دې اړه هم اندېښنه ښودلې وه چې د ناروغانو د راجع کولو سیسټمونو کې نیمګړتیا، ناکافي زېرمې او د روزل شويو روغتیایي کارکوونکو کمښت دا ناروین نور هم پیچلی کوي، چې د مخنیوي وړ ناروغیو لکه سینه بغل، اسهال او خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د مړینې کچې په لوړولو کې مرسته کوي.