یوشمېر افغان کډوال چې په خیبرپښتونخوا کې په کمپونو کې اوسیږي، وايي هیڅ ډول بنسټیزو خدمتونه ته لاسری نه لري او د پاکستان حکومت یې ورته لاس لنډ کړی دی.
دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا وکړه چې د کمپونو برېښنا پرې شوې او ښوونځي او روغتونونه هم تړل شوي دي.
افغان سوداګر او رضا کار افلاطون خان چې له کډوالو سره مرسته کوي، د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۵مه یې ازادي راډیو ته وویل:
“نن زه د اکوړي په سیمه کې د «للمې» کمپ ته تللی وم، همدارنګه د « بادام جومات» او «شنې ونې» کمپونو ته. د خپلو ملګرو سره مې په خېراباد کې هم ټیلیفوني خبرې وکړې. په صوابۍ او چکدره کې هم د برېښنا ټرانسفارمر وړل شوی او هم ښوونځي او روغتونونه تړل شوي دي.”
د خیبرپښتونخوا په صوابۍ کمپ کې هم یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل:
"نن یو شمېر کسان راغلل او راته یې وویل چې په درېیو ورځو کې باید کمپ خالي کړئ. یو ټرانسفارمر یې هم یووړ او برېښنا یې پرې کړه. خلک ډېر اندېښمن دي، ارام نه دي او وايي چې خامخا باید له دې ځایه ووځئ."
که څه هم د خیبرپښتونخوا د کډوالو د کمپونو رسمي شمېر نه دی اعلان شوی، خو د دې ایالت د افغان کډوالو د سرتاسري شورا چارواکو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې لږ تر لږه ۴۲ لوی او کوچني کمپونه په پاکستان کې شته چې د «پیاوار» او «ایسيسي» کارت لرونکي سلګونه زره افغان کډوال پهکې اوسیږي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دې کمپونو د خدمتونو د قطع کولو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د ډسمبر په لومړۍ نېټه وویل چې دوی پرېکړه کړې چې د کډوالو ټول کمپونه وتړي.
نوموړي پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې دا هم ویلي وو چې د کډوالو د کمپونو د تړلو بهیر له خیبرپښتونخوا پرته په ټولو ایالتونو کې روان دی.
د هغه په وینا، د دغه ایالت چارواکو ته هم امر شوی چې د افغان کډوالو کمپونه وتړي، خو هغوی تر اوسه اقدام نه دی کړی.
د خیبرپښتونخوا حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې د فدرالي حکومت له لوري د افغان کډوالو د جبري ایستلو سیاست ناسم دی.
د پاکستان د ایالتونو او سرحدنو چارو وزارت د سپتمبر په ۲۵مه په یوه رسمي مکتوب کې خبرداری ورکړی و چې په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او پنجاب کې به د افغان کډوالو ۱۶ کمپونه وتړل شي.
د راپورونو له مخې، ډېری دغه کمپونه د اتیایمې لسیزې ( ۱۹۸۰) په لومړیو کې، وروسته له هغه چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، جوړ شوي وو او لا هم لسګونه زره افغان کډوال پهکې اوسېږي.
د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړی چې په وروستیو میاشتو کې یې چټک کړی دی.
که څه هم ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمیر نورو سازمانونو او ادارو په څو ځلي د افغان کډوالو د جبري ایستلو د درولو غوښتنه کړې، خو پاکستان تراوسه دې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی او هره ورځ زرګونه افغان پناهغوښتونکي د تورخم او سپین بولدک له لارو بېرته افغانستان ته ستنوي.