د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی استازی وايي چې له قطري چارواکو سره یې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه هخبرې کړي دي.
ریچارډ بینیټ تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې قطر ته یې خپل پنځه ورځنی سفر پای ته رسولی او د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په باب یې له یو شمېر نفوذلرونکو سره د نظرتبادله کړې ده.
پرون قطري رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو له ځانګړي راپور ورکوونکي سره د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې وکتل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې خپره کړې، ویلي چې د افغانستان لپاره د دغه هیواد ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله الحنزاب، له ریچارډ بینیټ سره په کتنه کې د قطر دولت او ملګرو ملتونو ترمنځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې. په دې خبرو کې په ځانګړي ډول د افغانستان د بشري وضعیت په تړاو د دواړو لوریو پر همغږۍ او هڅو ټینګار وشو.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپورتر ریچارد پینیټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څارنې لپاره حاضردمه قطر ته په سفر تللی دی.