د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې اسلامآباد او کابل په سعودي عربستان کې خبرې کړې دي، او ویې ویل چې د داسې هر ډول ناستې په اړه «هیڅ ډول معلومات نه لري.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز د پولې پر وضعیت، د بشري مرستو پر پلانونو، او په میانمار کې د بند پاتې ۳۸ پاکستانیانو د ژغورنې پر هڅو هم خبرې وکړې.
د رسنیو د پراخو ادعاوو په ځواب کې، ویاند وویل چې اسلامآباد د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سعودي په کوربهتوب د خبرو په اړه «رسنیز راپورونه لیدلي»، خو تر دې دمه داسې هېڅ رسمي معلومات نشته چې دا ډول ناسته دې شوې وي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د روان وضعیت په اړه، ویاند وویل چې له افغانستان سره لارې د پاکستان د خلکو د وینو په بیه نه شي پرانیستل کېدای.
دا په داسي حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې، د پنجشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې که پاکستان وهم غواړي چې له افغانستان سره لارې پرانیزي، دوی یې تر هغو نه پرانیزي چې پاکستان پوره ډاډ نه وي ورکړی چې بیا به لارې نه بندوي.