نېټفلیکس د وارنر برادرز ستر فلمي شرکت اخلي

نېټفلیکس اعلان کړی چې د هالیووډ یو‍ تر ټولو مشهور فلمي شرکت، «وارنر برادرز» او د دې انلاین څانګې، په ځانګړي ډول «اېچ‌بي‌او» او «اېچ‌بي‌او مکس» اخلي.

د انلاین تولید او نندارې دې ستر شرکت دا پرېکړه د جمعې په ورځ، د لېندۍ په ۱۴ مه اعلان کړه.

د وارنر برادرز د بشپړ پېرود او ادغام پروسه به له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي او دا معامله به د نغدو پیسو او د سهمونو د ارزښت د تبادلې په ګډه بڼه ترسره شي.

د معاملې د نغدي برخې ارزښت ۷۲ میلیارده ډالره اعلان شوی، خو که د سهمونو ارزښت هم ورسره حساب شي، د معاملې ټولیز ارزښت شاوخوا ۸۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا معامله یوازې د وارنر برادرز فلمي او تلویزیوني سټوډیوګانې نه، بلکې د دې شرکت مشهورې انلاین څانګې، یعنې HBO او HBO Max هم رانغاړي.

په دې توګه به د وارنر برادرز نژدې ۱۳۰ میلیون مشترکان د نېټفلیکس له شاوخوا ۳۰۰ میلیون مشترکانو سره یوځای شي.